د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۴۱

د کرونا ویروس کابو کولو ته د افغانستان عامې روغتیا وزارت هیله‌مندي زیاته شوې


کرونا
کرونا

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس کابو کولو ته په دې هېواد کې هیله‌مندي زیاته شوې.

دغه وزارت داسې مهال دا هیله‌مندي ښيي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.

د دې وزارت مرستیال وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۷» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ګاونډیو هېوادونو مرستې او د تشخیص او درملنې په برخه کې د لازمو ظرفیتونو رامنځته کول هغه څه دي چې په دې برخه کې هیله‌مندي پیدا کړې.

یاد وزارت په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې نږدې ۵۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه: "د وروستیو شمېرو له مخې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته په اختیار کې ورکړل شوي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۱ مشکوکې پېښې ټسټ شوي چې دې شمېر ۱۶۸ مثبتې پېښې دي. که څه هم زموږ د مثبتو پېښو شمېر زیاد دی، خو د ګاونډیو هېوادونو مرستې او د دولتي منابعو څخه سمه استفاده د دې لامل شوې چې د دې ویروس د کابو کولو لپاره د سیمې هېوادونو ته یوه الګو واوسو."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح

خو ښاغلی مجروح له خلکو غوښتنه کوي چې په کورونو کې پاتې شي او روغتيايي سپارشتنې په پام کې ونیسي.

له دې سره هم‌مهاله د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د دغه ورارت له‌خوا د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوي د پیل خبر ورکړ.

افغان ولسمشر له دې مخکې د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې په عامه او ستراتېژيکو اړیکو کې د خپل سلاکار وحید عمر په مشرۍ یوه جلا کمېټه جوړه کړې وه.

یادې کمېټې پوره دوه میاشتې د دې ویروس په اړه خلکو ته د رسنیو، جوماتونو او ټولنیزو رسنیو له لارې عامه پوهاوی ورکړ چې کړنې یې له یو شمېر انتقادونو سره هم مخ شوې.

کابل
کابل

خو اوس چې د دې کمېټې ټولې چارې د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته سپارل شوي، ایا یاد وزارت به دا چارې سمبالې کړل شي؟

د ټولنیزو چارو پوه محمد عارف هلالي وايي: "د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغه ډول چې د دې ویروس سره مبارزه په کار ده زما په نظر نه‌شي کولای، د دې لپاره چې د دې ویروس لپاره باید یو ځانګړی مېکانیزم رامنځته شي، دغه وزارت سل نور کارونه لري او تاسو پوهېږئ چې په دې برخه کې عامه پوهاوی ډېر اړین او مهم دی."

د ښاغلي هلالي په خبره، د عامه پوهاوي سم نشتوالی ممکن دغه وضعیت لا بدتره کړي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳،۳۹۲ ته پورته شو

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې تر اوسه په افغانستان کې ټول ۳،۳۹۲ کسه په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۱۰۴ مړه شوي او ۴۵۸ بېرته روغ شوي.

XS
SM
MD
LG