د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۷

غني: ځینو لویو ښارونو کې بې‌وزلو ته د ډوډۍ وېشلو پروسه پیلېږي

افغان ولسمشر
افغان ولسمشر

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي ژر په ځینو لویو ښارونو کې بې‌وزلو کسانو ته د ډوډۍ د وېشلو پروسه پیلېږي.

هغه دا خبره بېګا شپه په یوه وېډیويي پيغام کې وکړه.

ښاغلي غني زیاته کړه: "له کابل وروسته د همدې روژې مبارکې میاشتې په لړ کې په مزار شریف، کندهار، جلال‌اباد او هرات کې په مستحقو کسانو باندې د ډوډۍ د وېش پروسه پيلوو. ان‌شاءالله دا پروسه ژر د هېواد نورو ولایتونو ته هم پراخېږي."

حکومت د کرونا ویروس د منفي اقتصادي اغېزو په خاطر په پلازمېنه کابل کې له یوې اوونۍ راهیسې په بې‌وزلو خلکو وچې ډوډۍ وېشي.

د افغانستان جمهور رئیس وویل چې په مستحقو کسانو د ډوډۍ د وېش په برخه کې باید دیني عالمان، ښاروالان، د ګذر وکیلان، قومي مشران او مدني ټولنې پوره همکاري وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG