د روسیې د تلویزیون بې اساسه ادعا: له کووید۱۹ سره د امریکایي ملیاردرارتباط
د روسیې تلویزیون یوه برنامه خپره کړه چې د تیورۍ پر اساس یې دا ادعا وکړه چې ګواکي امریکايي ملیاردر بیل ګېټس د کوروناوایرس په خپرولو کې لاس لري. دا خپرونه د اروپايي اتحادیې له یوه راپور سره هممهاله خپره شوه چې وايي، د روسیې دولتي رسنۍ د عامه افکارو د مغشوشولو په هدف «منظم کمپاین» پیل کړی دی.