د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

هېواد: اروپایی ټولنې د ولسواک نظام او جمهوریت ننګه او ملاتړ وکړ


ارشیف، ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ارشیف، ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په هېواد کې د کرونا ویروس په تړاو د خلکو د بې‌باورۍ او د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاړي په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاوړي او ګډ حکومت د لانجې د غځېدو په تړاو لیکلي دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، انتخابات د ولسواکۍ او د مشروع حکومت، د خلکو په رایو د انتخاب شوي حکومت یو اصولي بهیر دی چې ولس سره متحد کوي او یو اصولي زعامت او حکومت منځته راولي چې ولس پرې اعتماد وکړي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، وروستیو انتخاباتو هغه ګوندونه چې تر اوسه نسبي په ولس کې د نفوذ خاوندان بلل کېدل په افرادو ووېشل او په سیاسي دکانونو نه، بلکې په غرفو یې ووېشل.

ویسا لیکي، دغه کاذبې څېرې او د شعارونو خاوندان چې په یوه ډول‌یې سیاسي چاپېریال برمته کړی باید له سیاسي چاپېریال نه له یوې مخې لیرې شي او په باور یې د رښتینو ارمانونو عملي پروګرامونه او هېواد ته د ژمنو کدرونو نوي حرکتونه باید چې له صفر نه پیل شي.

  • هېواد

د هېواد ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، په کرونایي بحران کې د سیاسي اختلافونو د حل لپاره هڅې!

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، عبدالله عبدالله پر خپله فېس‌بوک پاڼه له ځانه د ولسمشر کلمه لیرې کړې او ویې‌ومنله چې له ولسمشر غني سره توافق ته رسېدلی دی او له بلې خوا بیا د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم خبر ورکړی چې عبدالله سره اختلاف حل شوی او نوموړی به ژر تر ژره د مصالحې شورا مشر وټاکل شي.

ورځپاڼې لیکلي، دا وروسته له هغه وشول چې په وروستیو ورځو کې د اروپایي ټولنې او ناروې سفیرانو له عبدالله سره په وېډیویي کنفرانس کې پر هغه فشار راوړ چې ژر تر ژره له ارګ سره خپل اختلاف حل کړي.

ورځپاڼې وړاندې د اروپایي ټولنې له دغه مهم رول څخه مننه کړې او لیکلي چې اروپایی ټولنې په سختو حالاتو کې د افغانانو لپاره د ولسواک نظام او په تېره د جمهوریت ننګه او ملاتړ وکړ او همدا اورپایي ټولنه وه چې نه‌یوازې یې له ولسمشریزو ټاکنو سره مرسته وکړه، بلکې د دغو ټاکنو پر بنسټ‌یې د ولسواک نظام او د ولسمشر د ټاکنې ننګه او ملاتړ هم وکړ.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، افغان سیاسیون دې باید نور قانون ته درناوی وکړي او د ولس د ارادیو پر بنسټ د نظام له پیاوړي کولو سره مرسته وکړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د کرونا ویروس په تړاو د خلکو بې‌باوریو ته اشاره کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په تېرو دوو لسیزو کې پراخ اداري فساد لامل شوی چې خلک د حکومت په کړنو شک وکړي، نو ځکه ډېری افغانان په دې باور دي چې حکومت د نړیوالو مرستو د راجلبولو لپاره خلکو ته د کرونا ویروس په تړاو دروغ وایي او له دې کار څخه هدف یوازې د مرستو راټولول دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د خلکو بې‌باوري پر ځای ده ځکه د خلکو په وړاندې د حکومت غیر صادقانه چلند د خلکو ترمنځ دغه باور له‌منځه وړی او د دغه باور د بېرته جوړولو لپاره باید حکومت کار وکړي ترڅو د دغه وژونکي ویروس په تړاو خلکو ته قناعت ورکړل شي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش، سیګار د امریکا کانګرس ته په راپور کې ویلي، د کرونا ویروس په تړاو د خلکو بې‌باوري او د افغانستان کمزوری روغتیایي سیستم به لامل شي چې دغلته لوی بشري ناورین رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG