د پاکستان د پارلمان رئيس اسد قیصر په کرونا ویروس اخته شوی دی.
ده د اپرېل په ۳۰مه نېټه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دی ځان په خپل کور کې قرنطین کوي.
د پاکستان د سند ایالت والي عمران اسماعیل هم د دې هېواد له هغو لوړپوړو چارواکو دی چې په کرونا ویروس اخته شوي دي.
په پاکستان کې د کرونا ویروس په اړه د معلوماتو وېبباڼې لیکلي چې د مې تر لومړۍ نېټې پورې په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸ زره او ۹۲ شوی دی. په دې ویروس اخته ۴۱۰ کسان مړه شوي دي.