د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

چین کې مېشت افغان سوداګرو له افغانستان سره طبي مرسته وکړه


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په چین کې مېشتو افغان سوداګرانو له افغانستان سره د کرونا ویروس پر ضد په مبارزه کې د څه باندې ۱،۳ درې ټُنه موادو مرسته کړې ده.

دا خبره په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم د جمعې په ماښام (د مې په لومړۍ نېټه) ازادي راډيو ته وکړه.

ښاغلي قایم زیاته کړه: "په دغو موادو کې ماسکونه، د تبې کتلو الې، د ډاکترانو لپاره حفاظتي عینکې، د ډاکترانو لپاره حفاظتي کالي او یو څو د ویروس د معایناتو او راټولولو کېټونه شامل دي."

د ښاغلي قایم په وینا په چین کې افغان سوداګرانو یوه کمېټه جوړه کړې وه چې له افغانستان سره د کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې د مرستې لپاره مالي مرستې ټولې کړي او مواد ورباندې وپېري. همداراز په کابل کې هم یوه کمېټه جوړه شوه چې دا مرستې ترلاسه او د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته وسپاري.

ښاغلي قایم وویل چې افغان سفارت د دغو مرستو په تنظیم او انتقال کې همکاري کړې ده.

XS
SM
MD
LG