د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د بالیووډ مشهوره ستوري ریشي کپور ژوند


 ریشي کپور
ریشي کپور

د بالیووډ مشهوره ستوری ۶۷ کلن ریشي کپور نن د ورپېښې ناجوړۍ له امله مړ شو.

دی د کپور کورنۍ غړی وو چې له کلونو راهیسي يې د هندوستان د فلمي نړۍ مهمه برخه اوسېدلې.

د ده پر مړینه ګڼو هنرمندانو او سیاستوالو خواشيني څرګنده کړې ده.

ریشي کپور د سرطان له ناروغۍ مړ شو. دی د بوبي په نوم په خپل لومړي فلم کې ښه وځلېد. فلم پر رومانوي کیسه جوړ شوی وو.

ده تر دوو لسیزو زیاته موده کې په لسګونه فلمونو کې کار وکړ.

ده په ۱۹۷۰م کال کې د کوچني ممثل په توګه په مېرا نام جوکر فلم کې کار کړی وو.

د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰مو لسیزو پر مهال د ده ګڼ فلمونه ډېر بریالي وو، لکه کهېل کهېل مېن، قرض، او چاندني.

کپور په ګڼو فلونو کې له ممثلې نیتو سېنګهـ سره کار کړی وو او وروسته دوی په ۱۹۸۰م کال کې واده وکړ.

د ریشي کپور مېرمن نیتو سېنګهـ
د ریشي کپور مېرمن نیتو سېنګهـ

د دوی زوی، رنبیر کپور د بالیووډ یو مشهوره ستوری دی.

ریشي کپور په ۲۰۱۸م کال کې د سرطان په ناروغۍ اخته شو او په نیویارک کې تر یوه کلنه درملنه وروسته تېر کال په سپټمبر میاشت کې بېرته هندوستان ته ستون شو.

پرس ټرسټ اف انډيا ورځپاڼې د ده د ورور رندهیر کپور له قوله ویلي چې په چهارشنبې سهار دی وروسته له هغه روغتون ته یوړول شو چې له سابندۍ يې شکایت وکړ.

کورنۍ يې د ده له مینه‌والو وغوښتل چې د کرونا ویروس له کبله دې د ده په خاطر نه‌راټولېږي او د ګرځ‌بندیز درناوی دې وکړي.

په همدې حال کې د بالیووډ د نورو هنرمندانو ترڅنګ سیاستوالو هم د ده پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي پر ټويټرپاڼه ولیکل: "زما به له ده سره حتی پر ټولنیزو رسنیو د نظر تبادله تل په یاد پاتې وي. دی د فلمونو او د هندوستان د پرمختګ لپاره لېواله وو."

د کانګرس ګوند مشر راهُل ګاندهي پر ټویټر ولیکل: "دا یوه بده اوونۍ ده چې د هندوستان د سینما یو بل ستوری نور ژوندی نه‌دی. ریشي کپور یو ډېر ښه ممثل وو او د نسلونو په زړه کې يې ځای درلود. تشه به‌یې احساسېږي."

ریشي کپور په خپله هم پر ټويټر ډېر فعاله وو. ده په خپل وروستي ټويټ کې له خلکو غوښتي چې د روغتیايي کارکوونکو درناوی وکړي.

ده لیکلي: "د کرونا ویروس پر ضد دا جګړه به په ګډه ګټو."

تر ریشي کپور یوه ورځ مخکې د اپرېل په ۲۹مه، نېټه د هندوستان د سینما یو بل ځلاند ستوری عرفان خان هم د سرطان له ناروغۍ مړ شو.

ریشي کپور په ۲۰۰۸م کال کې د ټول ژوند د لاسته راوړنو په برخه کې د فلمفېر جایزه وګټله.

ریشي کپور خپله مېرمن، نیتو سېنګهـ، زوی یې رنبیر کپور او لور یې ریدهیما کپور ساهني تر شا پرېښودل.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG