د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

انیس: د کرونا ویروس ترڅنګ اوږد مهاله غمیزه د بدمرغې جګړې دوام دی


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ثور اتمې، د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي لانجو او کرونا ویروس سره د مبارزې په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د سیاسي ابتذال دوام دواړه اړخونه هم په ولس کې ډېر بې‌اعتباره کړي دي او هم‌یې په نړۍ کې افغانان بې‌حیثیته او بې‌وقاره کړي دي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې اخر دومره رسوايي او دومره لوېدل چې موږ پر اصولو هم اتفاق نه‌شو کولای زموږ ولس ته په نړۍ کې کوم تصویر ورکوي؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، په رښتینې معنی دا د شرم خبره ده چې نن زموږ په سیاسي چاپېریال کې کوم حالت دی، ولس مو ترې بېزار دی او یو لوری به هم د دې حالت په دوام کې ګټندوی او دروند پاتې نه‌شي.

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د اوربند او یا اورکم مسئله هم دواړو لورو په تېره طالبانو ته یو پېغور پرېږدي، دا چې له امریکایانو سره اوربند دی، خو پر افغاني لوري بریدونه کوي، سیاسي توجېه لري، خو د سرمقاله لیکونکي په باور دیني او افغاني توجېه نه‌لري.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، په هر صورت پایله دا ده چې (افغان‌وژنه) دوام لري او دا باید په یاد ولرو چې هر تن چې په خاورو او وینو کې رالوېږي د وینو پور یې د نورو وینو تویېدو تضمین کوي او که په سیاسي او پوځي حالت کې ډېر زر بدلون رانه‌شي، ښکېل یاران له هوښیارۍ کار وانه‌خلي ښایي دواړه نیم بندې پروسې ناکامې شي چې پایله به‌یې د ولس له بربادۍ پرته بل هېڅ نه‌وي او له طالبانو تر حکومت او چارواکو به ټول دې لوبه کې بدنام وي.

  • انیس

انیس ورځپاڼې لیکلي، د کرونا په نوم وژونکي ویروس چې په نړیواله کچه‌یې د خلکو ډېرې اندېښنې راپارولي او په ټولنیزه توګه د مخنیوی لپاره‌یې په پراخه کچه د لازمو تدابیرو او هر اړخیزو اقداماتو د نیولو سپارښتنې کېږي په دې اړوند خلک هم خورا ډېر اندېښمن دي.

سرمقاله کې وړاندې راغلي، د کرونا ویروس ترڅنګ اوږد مهاله غمیزه د بدمرغې جګړې دوام دی چې هره ورځ له افغانانو څخه قرباني اخلي او ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو عزیزانو د ویر او ماتم پر ټغر کېنوي.

ورځپاڼې دغه‌شان په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د سفیر پیري مایدون له قوله زیاتوي چې افغان مشران باید ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي او طالبان دې هم اوربند اعلام کړي، خو طالبانو نه‌یوازې اوربند ته غاړه نه‌ده ایښې، بلکې په وینا یې په دې وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ساحو کې د جګړه‌ییزو نښتو په ترڅ کې لسګونه هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

  • اصلاح

صلاح ورځپاڼې د ثور د اتمې په تړاو سرمقاله خپره کړې ده.

وړاندې راغلي، د ثور مياشتې اتمه زموږ د هېواد په تاريخ کې زموږ د ملت او په تېره بيا د افغان مجاهدينو د ډېر ستر برياليتوب او وياړ په توګه بلل کېږي چې افغان مجاهدينو وکولای شول د ۱۴ کلونو جهاد په لړ کې د وخت د شوروي يرغلګر پوځونه له افغانستان څخه وشړي.

ورځپاڼې لیکلي، افغانانو په یووالي او شهیدانو په ورکولو سره جهاد وکړ او د شوروي د پوځونو په شړلو بريالي شول چې وروسته د ١٣٧١ کال د ثور مياشتې په اتمه ورځ وروستي برياليتوب ته ورسېدل او قدرت د وخت د شوروي تر ملاتړ لاندې رژيم څخه د مجاهدينو لنډ مهالې ادارې ته ولېږدول شو.

XS
SM
MD
LG