د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

امیر حمزه حلیموف له ۲۸ کالو راهیسې د افغانستان تابعیت غواړي


امیر حمزه حلیموف
امیر حمزه حلیموف

هغه پناه غوښتونکی چې ۲۸ کاله کېږي د افغانستان په دولتي ادارو کې سرګردان ګرځي، تر اوسه نه‌دی توانېدلی د دې هېواد تابعیت واخلي.

امیر حمزه حلیموف چې د تاجکستان دی، د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته راکډه شوی او له هماغه مهاله تر اوسه په دې هېواد کې اوسېږي.

دی وايي، د افغانستان له ادارو سربېره، نړیوالو بنسټونو ته له تګ راتګ وروسته هم‌یې ستونزه نه‌ده حل شوې.

عضو سازمان تحقیقات و مطالعات تاجکستان است و این سازمان در باره‌ی حکومت تاجکستان تحقیق می‌کند.

ښاغلی حلیموف وايي، هغه له دې کبله چې د تاجکستان د څېړنو او مطالعاتو سازمان غړی دی او دغه سازمان د تاجکستان حکومت په اړه څېړنه کوي، نږدې ۲۸ کاله وړاندې افغانستان ته کډوال شو او دلته د راتګ کره نېټه ورته معلومه ده.

حلیموف ازادي راډیو ته وویل، د افغاني تابعیت د اخیستو عریضه‌یې اته کاله کېږي چې د افغانستان په دولتي ادارو کې لاس په لاس کېږي، خو بالاخره د رد ځواب ورکړل شو.

ده له دې وروسته د بل درېیم هېواد د تابعیت غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې د افغانستان د حکومت او د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو پر عالي کمېشنرۍ هم د مرستې غږ کړی دی.

امیر حمزه حلیموف
امیر حمزه حلیموف

حلیموف زیاتوي: "بهرنیو، کورنیو او کډوالو چارو وزارتونو راته مکتوب راکړی چې ستاسې قضیه د (یو‌، اېن، اېچ، سي، ار) اړوند ده او دا سازمان باید تاسې سره همکاري وکړي. اوس زما دا غوښتنلیک (یو‌، اېن، اېچ، سي، ار) ته ورسوئ چې راسره مرسته وکړي."

حلیموف وايي اوس‌مهال دی، مېرمن او دوه اولادونه‌یې افغانستان کې اوسي او ۴ نور اولادونه‌یې بیا تاجکستان، روسیې او پاکستان کې دي.

دا تاجکستانی پناه غوښتونکی وايي، له دې کبله چې د افغانستان تابعیت نه‌دی ورکړل شوی او نور قانوني اسناد هم نه‌لري، اولادونه‌یې له زد‌ه‌کړو هم محروم پاتې دي.

دی د افغانستان د حکومت او نړیوالو بنسټونو له مرستې څخه ګېله‌من دی او وايي، غواړي په یو درېیم هېواد کې یې کورنۍ ته د عادي ژوند کولو زمینه برابره شي.

ده وویل: "ټوله کورنۍ مې پاشلې ده. دوه تنه‌یې په تاجکستان کې دي، یو یې روسیه کې او موږ څلور تنه افغانستان کې یوو. موږ غواړو چې یو درېیم هېواد ته ولاړ شو او ټول سره یوځای شو."

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا وايي، افغانستان د پناه ورکونې قانون نه‌لري او له همدې کبله دوی نه‌شي کولای چې د ښاغلي حلیموف او د هغه په څېر د ۴۰۰ نورو هغو پناه غوښتونکو ستونزه حل کړي چې افغانستان کې یې د پناه اخیستو عریضه کړې ده.

د افغانستان برېښنايي تذکره
د افغانستان برېښنايي تذکره

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، د پناه غوښتنې قانون‌یې ۵ کاله وړاندې جوړ او عدلیې وزارت ته وسپاره، خو دا قانون تر اوسه د تصویب او توشېح لپاره اړوند بنسټونو ته نه‌دی سپارل شوی.

ښاغلي انصاري زیاته کړه: "موږ په دې برخه کې هېڅ کار کولای نه‌شوو. که مو کولای شوی، باید قانون مو درلودای او د هغې له مخې مو عمل کړی وی، ولی دا چې قانون نه‌شته، تصویب شوی نه‌دی او عملی کېږي نه، له همدې کبله د کډوالو چارو وزارت بې له قانون کار نه‌شي کولای، څه د دوی د زده‌کړې او څه د کار موندنې په برخه کې."

وموغوښتل په دې اړه د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ نظر واخلو، خو مسؤلان‌یې په دې برخه کې خبرو کولو ته حاضر نه‌شول.

XS
SM
MD
LG