د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

صالح: د امریکا مرسته به د غیر دولتي ادارو له طریقه نه‌مصرفېږي


د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال له افغانستان سره د امریکا د ۱۸ میلیونو ډالرو مرسته ستایلې، خو هیله‌یې څرګنده کړې چې دا مالي مرسته به د غیر دولتي ادارو له طریقه نه‌مصرفېږي.

امرالله صالح نن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته د دوی د مرستې لپاره مننه کوو. موږ منندوی او هیله‌من یو چې دا مرسته به د این جي اوګانو له لارې نه‌مصرفېږي. هغوی به‌یې ۶۰ فیصده پر موبل پېرلو، غونډو، څېړنو او د سلاکارۍ پر فیس خرڅې کړي."

دا وروسته له هغه چې د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ادارې د اپرېل په ۱۶مه نېټه د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې له افغانستان سره د کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې د ۱۸ میلیونه ډالرو مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG