د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، واشنګټن ویجاړوونکي انټرنېټي یا سایبري فعالیتونه نه شي زغملای.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چازو وزیر وايي د مهمو ملکي بنسټونو پر خلاف ورانکارانه سایبري فعالیتونه په ژوره توګه غیر مسوولانه او خطرناک دي.
مایک پومپیو پرون جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، هغه څوک چې په دغسې عمل کې ښکېل وي، باید د عواقبو په تمه وي.
په اعلامیه کې ویل شوي د امریکا متحد ایالتونه د چک جمهوریت د سایبري او اطلاعاتو امنیت ملي ادارې هغه خبرداري ته د اندېښنې په سترګه ګوري چې ویلي یې دي، د روغتیايي څارنې سکټور ته یې د یو لړ سایبري حملو ګواښ پېښ دی.
مایک پومپیو وايي، هغه ورانکارانه سایبري فعالیتونه چې د کرونا ویروس د دغه بحران پر مهال د روغتونونو ظرفیتونه او فعالیتونه له خنډ او ځنډ سره مخامخوي، وژونکې پایلې لرلای شي.
پومپیو له هغو کسانو چې په دغو سایبري فعالیتونو کې ښکېل دي، غوښتنه کړې چې د چک جمهوریت او په نورو ځایونو کې د روغتیايي څارنې د سیسټم په وړاندې له مزاحمتوونکو سایبري یا انټرنېټي فعالیتونو ډډه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ټولو دولتونو غوښتنه کړې چې پر جنایتکارانو او نورو سازمانونو چې د دوی له قلمروونو دا ډول ورانکاره فعالیتونه کوي، سترګې پټې نه کړي.
دا اعلاميه په داسې حال کې خپرېږي، چې د چک جمهوریت دوو رغتونونو تېره جمعه د سایبري حملو خبر ورکړ.
د چک چارواکو تر دې وړاندې د پنج شنبې په ورځ خبرداری ورکړی و، چې د چک جمهوریت د روغتونونو او نورو مهمو ادارو د معلوماتي ټکنالوژۍ او ارتباطاتو پر سیسټمونو د لویو حملو د احتمال خطر شته.
د چک په ختیځ ښار اوستراوا کې د یوه پوهنتون روغتون پرون جمعه وویل چې پر خپل یوه سرور یې یوه انټرنېټي حمله شنډه کړې ده، بلخوا په اولوموڅ ښار کې یوه روغتون د مشکوکو فعالیتونو د معلومولو خبر ورکړی دی.
د چک صدراعظم اندري بابیش پرون وویل، حکومت یې دا خطر درک کړی او دغه ګواښ ته یې پوره پام اړولی دی.
رویټرز اژانس د چک جمهوریت د یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی وینا رااخیستې چې ویلی دي، هغه کسان چې دا سایبري حمله یې کړې هویت یې نه دی په داګه شوی.
خو دغه چارواکي ویلي داسې ښکاري چې دا سایبري حملې د یوه جدي او پرمختللي دښمن له خوا شوې وي.
د نړۍ په بېلابېلو برخو کې استخباراتي سازمانونو او د انټرنېټ څارونکو ادارو د کرونا ویروس د روان بحران پر مهال پر روغتونونو او نورو ادارو د منحرفوونکو فعالیتونو او انټرنېټي یا سایبري حملو د زیاتېدو خبرداری ورکړی و.
په نړۍ کې په کرونا ویروس تر یولک او ۵۴ زرو ډېر کسان مړه شوي او تر دوو میلیونو او دوه لکه ۵۱ زرو ډېر کسان په دې ویروس اخته شوي دي.