د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

پاکستان کې به د کرونا ویروس له امله بندیزونو ته ادامه ورکړل شي


پاکستان
پاکستان

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې به د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونو ته ادامه ورکړي، خو یو شمېر کارونو ته به اجازه ورکړي چې خطر یې کم دی.

حکومت پرون اعلان وکړ چې د عامو خلکو ګرځ‌بندیز به دوه اوونۍ نور وغځېږي او تعلیمي ادارې به هم بندې وي.

په پاکستان کې له درېیو اوونیو راهیسې بندیزونه دوام لري او د سې شنبې تر ماښام پورې چې کومې شمېرې خپرې شوې دي په دغه هېواد کې ۵۸۱۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي او ۱۰۰ تنو هم د دې اخیستونکې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

داسې خبرداری ورکړل شوی دی چې د اوږدې مودې په مخه به دغه بندیزونه له اقتصادي پلوه د پاکستان نیم نفوس د فقر تر کرښې لاندې کچې ته ټیټ کړي. اوس حکومت ویلي دي چې یو شمېر کارونو ته به په دې شرط اجازه ورکړي چې روغتیایي لارښوونې سمې پر ځای کړي.

صدراعظم عمران خان وویل، لومړی شی چې بېرته‌یې پرانیزو هغه د ساختماني برخې کارونه دي.

دا پرېکړه یوه ورځ وروسته تر دې وشوه چې یو شمېر مذهبي مشرانو له حکومته وغوښتل چې جوماتونه بېرته پرانیزي.

وفاق‌المدارس بورډ چې په ټول پاکستان کې مدرسې څاري له حکومته غوښتي چې جوماتونه پرانیزي او دوی نور تش جوماتونه نه‌شي لیدلی، خو د وفاق‌المدارس مشر مولانا قاضي عبدالرشید ویلي دي که حکومت د دوی غوښتنه ونه‌منله دوی به له حکومت سره ټکر ونه‌کړي.

XS
SM
MD
LG