د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

عمران خان د مخ پر ودې هېوادونو د پورونو د بخښنې غوښتنه وکړه


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د مخ پر ودې هېوادونو پورونه وبخښي څو هغوی د کرونا ویروس له لاسه د رامنځته شوي منفي اقتصادي عواقبو په وړاندې مقابله وکړای شي.

خان یکشنبه په یوه وېډیويي پیغام کې وویل اندېښمن دی چې په بې‌وزلو او مخ پر وده هېوادونو کې به خلک د دې ناورین له امله د رامنځته شوې لوږې له لاسه ومري.

هغه زیاته کړه: "د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې په نړیواله کچه دوه تګلارې ګورو. یوه هغه چې په پرمختللو هېوادونو کې د ټول‌بنډ له لارې د دې ویروس مخه نیول کېږي او بیا یې وروسته اقتصادي عواقب ځوابېږي او بله هم مخ پر وده هېوادونه دي چې له دې ناورین او ورپسې د رامنځته کېدونکي اقتصادي عواقبو سره مبارزه ده، خو لویه اندېښنه مو دا ده چې خلک له لوږې مري."

پاکستان له نړیوالو پور ورکوونکو څخه څه باندې ۱۰۰ میلیارده ډالره پوروړی دی او د بودجې لویه برخه‌یې د پورونو په پرې کولو لګوي.

دغه هېواد له دې سره سره هم تېره اوونۍ د قرنطین په خاطر د بې‌ځایه شویو بی‌وزلو سره د مرستې لپاره د ۹۰۰ میلیونه ډالریزو مرستو یوه مالي بسته ځانګړې کړه.

په پاکستان کې نږدې ۵۲۰۰ کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې تر یکشنبې پورې ۸۸ کسان مړه شوي.

د پاکستانیو چارواکو په وینا، په پاکستان کې تر اوسه له کرونا ویروس څخه ۱۰۲۶ کسان جوړ شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG