د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

افغانستان کې پخواني بهرني پوځي له کرونا ویرس سره مبارزه پیل کړې


ډاکتر ماتیو بولټر
ډاکتر ماتیو بولټر

په بریتانیا کې یو پوځي ډاکتر چې یو وخت یې په افغانستان کې له بریتانیایي ځواکونو سره خدمت کاوه، له کرونا ویروس سره په خپل هېواد کې مبارزه پيل کړې ده.

په بریتانیا کې د شنبې د ورځې د لومړي سهار د شمېرو له مخې درې اویا زره اووه سوه اته پنځوس کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او د دې اخیستونکې ناروغۍ تلفات په دغه هېواد کې اته زره نهه سوه اته پنځوسو ته رسېدلې دي.

ډاکټر ماتیو بولټر یو وخت په افغانستان کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې خدمت کاوه.

هغه اوس یې په بریتانیا کې خپل کتنځی او کلینیک د کرونا ویروس د ځپلو لپاره ځانګړی کړی دی.

بولټر درې پنځوس کلن دی.

ده د سن ورځپاڼې ته وویل چې اوس هېواد په جګړه دی، خلک په ډېرې عالي روحیې سره راغونډېږي څو له دې سره مبارزه وکړي.

نوموړي د مثال په ډول وویل چې د پنجشنبې په شپه خلک راغونډ شوي وو خپلو پوځیانو ته یې چک چکې کولې او اوس سرتېرې له کرونا سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې درېدلې دي.

ډاکټر بولټر چې د سن ورځپاڼې له لورې تېر کال غوره ډاکتر ګڼل شوی و او جایزه یې ترلاسه کړې وه د سنټ کلیر په روغتیایي مرکز کې اوس له خپلې پوځي طبي تجربې استفاده کوي او د هغو ناروغانو درملنه کوي چې په کوویډ نولس ناروغۍ اخته شوې دي.

ډاکتر ماتیو بولټر
ډاکتر ماتیو بولټر

د ده رتبه د ډګرمن ده او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یې کار کړی دی.

په وروستیو کې درې اونۍ په برونای کې و، هلته یې په یوه ځنګله کې په سختو شرایطو کې کار کاوه، خو وضعیت ډير خراب شو، بېرته بریتانیا ته ستون شو.

دی وایي چې په پوځي ډګر کې د ده تجربې، دی دې ته چمتو کړی دی چې خپل روغتیایي مرکز د کرونا ویروس د مبارزې لپاره ځانګړی کړی او مبارزه وکړي.

ډاکتر بولټر وایي، د ځینو کسانو جراحي چې کله ناکله کوم تر ژبې لاندې اورم چې یو نیم وایي، ښایي دا ډاکتر په خپله په کرونا ویروس اخته شوی وي.

خو دی وایي چې موږ له ناروغانو سره د ټېلېفون له لارې لومړی خبرې کوو هسې نه چې کرونا وي او له بې احتیاطي دا ویروس خپور نه شي.

ډاکتر بولټر اټکل کوي چې اتیا په سلو کې خلک ښایي عادي زکام وي او دوی کولی شي چې په کورو کې پاتې شي خو پنځه په سلو کې خطرناکه وي او هغوی ته امبولانس پکار دی چې روغتون ته یې راورسوي، پنځلس په سلو کې نور په دې سخته وي چې تشخیص یې ګرانه وي د دوی لویه برخه ماشومان وي چې خپله ناروغي سمه نه شي بیانولی.

ډاکتر بولټر وایي چې اسانتیاوې پکار دي ځکه چې په ورته وخت کې په نورو ناروغیو اخته ناروغان شته چې د هغوی غم هم باید وخوړل شي.

دا ډاکتر زیاتوي چې د ده په کلینیک کې روغتیاپالان تر داسې فشار لاندې دي چې ښایي تاسو یې تصور ونه کړئ ځکه چې ناروغ په ناروغ پسې راروان دی.

نوموړي زیاته کړه، کله چې تاسو په جګړه کې یاست نو دا منئ چې جګړې ته ځئ او زموږ د کلینیک کارکوونکي اوس د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.

XS
SM
MD
LG