د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

کرونا ویروس سره د مبارزې په لارو چارو د ولسمشر غني او ظریف خبرې


ارشیف، د ولسمشر غني او جواد ظریف لیدنه
ارشیف، د ولسمشر غني او جواد ظریف لیدنه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې په لارو چارو ټيلیفوني خبرې کړې دي.

ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی نن له کرونا ویروس سره د مبارزې، سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو همکاریو او ایران څخه د افغان مهاجرینو د بېرته راستنېدو پر څرنګوالي مفصلې خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ظریف په حواله ویل شوي چې هېواد یې هغو افغان کډوالو ته چې په ایران کې مېشت دي او په کرونا ویروس اخته شوي، په وړیا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

په افغانستان کې لومړی سر د ځینو هغو کسانو د کرونا ویروس معاینه مثبته راوتلې وه چې له ایران راستانه شوي وو.

ګڼو افغان کډوالو دا شکایتونه هم کړي چې په ایران کې ورسره ناوړه چلند کېږي او له روغتیايي خدماتو بې‌برخې دي.

په افغانستان کې په کرونا ویروس ۴۲۳ کسان اخته شوي او تازه د مړو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG