د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ ته رسېدلی


افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۶ ته لوړ شوی.
افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۶ ته لوړ شوی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ ته رسېدلی.

دغه وزارت ویلي چې په کرونا د اخته خلکو شمېر د ۵۶ نویو پېښو په ثبتېدو سره دې کچې ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس باندې په هرات کې ۲۷، په کابل کې ۱۲، په کندهار کې ۱۰، په بلخ کې ۵ او په ننګرهار کې دوه کسان تازه اخته شوي دي.

هرات په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د زیاتو پېښو شاهد دی چې په‌کې له ۲۵۷ تنه په دې ویروس اخته دي او ورپسې کابل په ۷۳ مثبتو پېښو سره په دوهم ځای کې دی.

دې ویروس تر اوسه ۱۴ کسان مړه کړي هم دي.

XS
SM
MD
LG