د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د کرونا ویروس ناروغانو د درملنې لپاره سل بستریز روغتون پرانیستل شو


د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش په هرات کې د سل بستریز روغتون د پرانیستې پر مهال.
د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش په هرات کې د سل بستریز روغتون د پرانیستې پر مهال.

په 'کووید-۱۹' د اخته کسانو د علاج لپاره ځانګړی روغتون نن یکشنبه د وري په ۱۷مه نېټه په هرات کې پرانیستل شو.

دا ۱۰۰ بستریز روغتون چې د رغونې چارې یې د ولسمشر اشرف غني په امر د تېرې کب میاشتې په ۲۸مه نېټه پیل شوې وې، د ملي پراختیا شرکت له‌خوا د شااوخوا ۲۰ ورځو په ترڅ کې رغول شوی او نن د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش پرانیست.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر په هرات کې ثبت شوی چې شمېر یې ۲۱۴ ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت نن په پلازمېنه کابل او ځینو ولایتونو کې د ۲۸ مثبتو پېښو راپور ورکړ چې له دې سره په افغانستان کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر ۳۳۷ ته لوړ شو.

XS
SM
MD
LG