د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

سیمه ییزو چارواکو د یمګان د سقوط خبرداری ورکړ


ارشیف
ارشیف

د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند وايي، که د یمګان ولسوالۍ ته بېړنۍ مرسته ونه رسېږي، ممکن د طالبانو په لاس سقوط شي.

د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني، د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته ازادي راډیو ته وویل، د دغه ولایت د یمګان په ولسوالۍ کې جګړه روانه ده او امکان لري چې، یاده ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

بلخوا د بدخشان د ولایتي شورا یوه غړي عبدالله ناجیې نظري ازادی راډیو ته وویل، د طالبانو د ډلې د پرله پسې حملو له امله، د دغه ولایت د جرم په ولسوالۍ کې د یو شمېر سیمو له سقوط وروسته امکان لري چې، د یمګان ولسوالۍ مرکز هم د طالبانو لاس ته ورشي.

هغه زیاته کړه: "په خواشینۍ سره چې د طالبانو په ډله ییزه حمله کې، د اب راغک کلي او د جرم ولسوالۍ سینه او اسکان سیمې د طالبانو لاس ته ورغلي دي، همدا شان طالبانو د یمګان پر ولسوالۍ حملې پیل کړي چې په نتیجه کې یې د ولسوالۍ مرکز د هغو لاس ته ورغلی او جګړه لا روانه ده."

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري هم ازادي راډیو ته وايي، د طالبانو ډلې تېره شپه د جرم ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو پر پستو بریدونه ډېر کړل چې، د څو ساعتونو نښتو په نتیجه کې د دغې ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو څلور پستې د طالبانو لاس ورغلي دي.

نظري زیاته کړه: "د طالبانو تهاجمي حملې د جرم ولسوالۍ د دهن راغک او د اب خستک پر کلیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ترسره شوې چې په نتیجه کې یې د ډېرو تلفاتو د مخنیوي په دلیل، څلور پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې خو په دغو نښتو امنیتي ځواکونو او طالبانو ته تلفات اوښتي دي، جګړه روانه ده او سیمې ته مرستندویه ځواکونه لېږل شوي دي."

په ورته وخت کې د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله وايي، طالبانو د ملي اردو د دوو پوستو له سقوط سره، د دغو پوستو ټول تجهیزات له ځانونو سره وړي دي.

د ښاغلي روحاني په خبره د سیمه ییزې اردو ۳۰ سرتېري طالبانو اسیر کړي چې، تر اوسه یې برخه لیک روښانه نه دی.

هغه وویل: "د نن شپې د جګړې په نتیجه کې د سیمه ییزې اردو ۳۰ سرتيري تري تم دي، د برخه لیک په اړه یې خبر نه شته چې ژوندي دي او که له منځه تللي دي."

د جرم ولسوالي د طالبانو لپاره یوه ستراتیژیکه سیمه ده او ځینو برخې یې له څو کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې وې.

تېر کال د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له امله، د دغې ولسوالۍ ډېرې سیمې د طالبانو له ولکې ووتلې، خو دغې ډلې د یو لړ تهاجمې حملو په ترسره کولو، دغه سیمې بېرته ونیولې.

XS
SM
MD
LG