د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

امریکا کې کرونا ویروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی


د کرونا ویروس د ټسټ ټیوب
د کرونا ویروس د ټسټ ټیوب

د امریکا په متحده ایالاتو کې کرونا ویروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او په ډېرو ایالاتونو کې لاک ډون یا بندیز اعلان شوی دی.

​د امریکا د سنا غړو د دوو تريلیونه ډالرو هغه لایحه تأیید کړه چې په بېړني ډول په امریکا کې د اقتصاد د کمزوري کېدو د مخنیوي لپاره جوړه شوې وه.

دا پیسې به د امریکا د اقتصادي تکیې او د امریکا د روغتیا د سکټور د ملاتړ لپاره ولګول شي چې تر سخت فشار لاندې د کرونا ویروس پر ضد مبارزه کوي.

د امریکا په سنا کې دې لایحې ته پرون د مارچ په ۲۵مه، ټولې ۹۶ مثبتې رایې ورکړل شوې او هېڅ سناتور یې مخالفت ونه‌کړ.

د استازو جرګه
د استازو جرګه

له دې ځایه به تأیید شوې لایحه د تصویب لپاره د امریکا د کانګرس د استازو مجلس ته ځي. هلته هم تمه ده چې د تصویب لپاره‌یې ډېر وخت ونه‌لګېږي.

د استازو په مجلس کې تر رأی‌ګیرۍ وروسته به د توشېح یا لاسلیک لپاره د مارچ په ۲۷مه، جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ته ورواستول شي.

خو د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر هم مخکې له مخکې ویلي چې سمدستی به‌یې لاسلیک کړي.

د پيسو دا اندازه د امریکا د کلنۍ بودجې له نیمايي سره برابره ده او د امریکا په تاریخ کې اول وار دی چې دومره زیاتې پیسې په یوه وار د امریکا د اقتصاد د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې دي.

په واشنګټن کې پرون پر اکثر تجارتونو د یوې میاشتې لپاره لاک ډون یا بندیز اعلان شو. په واشنګټن کې تر ۱۰ کسانو په یوه وار د وګړو په غونډو هم بندیز لګېدلی دی.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون په وروستي راپور کې څرګنده شوې چې په متحده ایالاتو کې په (کوویډ-۱۹) ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۸ زره او ۵۷۲ ته رسېدلی دی.

دا تر ایټالیا او چین وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات شمېر دی.

په کرونا ویروس اخته کسان
په کرونا ویروس اخته کسان

په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له امله د ۱۰۳۱ کسانو مرګ هم تأيید شوی دی.

په امریکا کې له نوې جوړې شوې اقتصادی بستې به اکثر امریکایانو ته پيسې ورکړل شي، ۳۶۷ میلیونه ډالر به د کوچنیو تجارتونو مالکانو ته ورکړل شي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې کارخانې تړل شوې دي.

همداراز هغو مأمورینو ته به معاشونه ورکول کېږي چې د کرونا ویروس دخپرېدو له امله په کورونو ناست دي یا له کورونو کار کولو ته مجبور شوي دي.

همداراز، روغتونونو ته به د کرونا ویروس له امله په (کوویډ-۱۹) ناروغۍ د اخته وګړو د درملنې لپاره وسایل، دوا او نور امکانات برابر شي.

به نوې اقتصادي بسته کې ډېرې پيسې د امریکا د هوايي چلند ادارو ته ځانګړې شوې دي. دې برخې ته په ۵۸ میلیارده ډالر ورکړل شي څو نږدې اوه نیم لکه کارکوونکو ته تنخواه ورکړي او په هوايي ډګرونو کې د رسټورانټونو له کارکوونکو او قراردادي مأمورینو سره مرسته وشي.

XS
SM
MD
LG