د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰
په کابل کې پر یوه درمسال حمله کې ټپي شوې نجلۍ.
په کابل کې پر یوه درمسال حمله کې ټپي شوې نجلۍ.

کابل ښار کې پر یوه درمسال حمله؛ ۲۵ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په شوربازار سیمه کې پر یوه درمسال د یوه حمله کوونکي په حمله کې ټول وژل شوي او ټپیان ملکي کسان دي.

په کابل کې پر یوه درمسال حمله کې ۲۵ تنه ووژل شول او ۸ نور ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په شوربازار سیمه کې پر یوه درمسال د یوه حمله کوونکي په حمله کې ټول وژل شوي او ټپیان ملکي کسان دي.

دغه وزارت زیاتوي چې له دغې حملې د ماشومانو، ښځو او نارینه‌وو په شمول ۸۰ تنه ژغورل شوي دي.

د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

دا خبر (سایټ انټلجنس ګروپ) چې د وسله‌والو انټرنټي فعالیتونه څاري، خپور کړی دی.

مخکې له دې ​د افغانستان د سېکهانو د ټولنې استازي، نرېندر سنګهـ خالصه ازادي راډیو ته ویلي چې د ښځو او کوچنیانو په ګډون، نږدې ۱۵۰ تنه د حملې په ځای کې راګېر دي ځکه ډېر خلک د سهارني عبادت لپاره ورغلي وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې دغه ځانمرګی برید کوونکی نن سهار ۰۷:۴۵ دقیقې د کابل ښار د لومړۍ حوزې د شور بازار په کوڅه کې یوه درمسال ته ننوتی و.

۱۳:۵۶ ۶.۱.۱۳۹۹

تازه: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کابل ښار کې پر یوه درمسال حمله پای ته ورسېده او نور جزئیات به وروسته وړاندې شي.

۱۳:۲۰ ۶.۱.۱۳۹۹

په کابل کې د امریکا سفارت نن د مارچ په ۲۵مه، د سېکهانو پر عبادت‌ځای د وسله‌والو حمله غندلې ده.

سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي: "موږ دا جنایتکاران او افراطيان چې بې‌ګناه خلکو ته د زیان رسولو لپاره د عبادت پر ځای حمله کوي، غندو."

د امریکا سفارت په دې ټویټ کې لیکلي چې "سوله به یوازې هغه وخت راځي چې خلک خپل اختلافات په وسله نه، بلکې د خبرو له لارې حل کړي."

په کابل کې د نننۍ حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

د افغانستان امنیتي ادارو ویلي چې د حمله کوونکو شمېر او هویت لا نه‌دی څرګند.

۱۲:۳۴ ۶.۱.۱۳۹۹

د افغانستان د سېکهانو د ټولنې استازی وايي چې زیات شمېر ښځې او ماشومان په کابل کې د حملې په ځای کې راګېر دي.

په کابل کې نن د مارچ په ۲۵مه، سهار د سېکهانو پر عبادت ځای وسله‌واله حمله شوې چې ویل کېږي لسګونه تنه په‌کې راګېر دي.

ناڅرګند وسله‌وال د هغوی عبادت‌ځای ودانۍ ته ورننوتي او لا نه‌ده څرګنده چې څومره کسان به مړه او زخمیان شوي وي.

د حمله کوونکو شمېر هم لا نه‌دی څرګند.

د افغانستان د سېکهانو د ټولنې استازي نرېندر سنګهـ خالصه نن د ازادي راډیو ته وویل چې لږترلږه ۱۵۰ تنه د حملې په ځای کې راګېر دي.

خالصه ویلي چې د حملې په ځای کې ډېرې ښځې او کوچنیان راګېر دي ځکه د سهار د عبادت لپاره تللي وو.

د خالصه په وینا "ډېرې کورنۍ" د وسله‌والو تر حملې لاندې دي.

۱۱:۳۷ ۶.۱.۱۳۹۹

د کابل ښار په شور بازار کې د افغان پوځیانو او ځانمرګو بریدګرو ترمنځ جګړه لاهم دوام لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډيو ته وویل چې بریدګر په سیمه کې د افغان سېکهانو درمسال ته ننوتلي دي.

هغه وویل افغان ځانګړو ځواکونو د درمسال لومړی پوړ تصفیه کړی او یو شمېر ایسار کسان‌یې ژغورلي دي.

اخوا د افغانستان په ولسي جرګه کې د افغان سېکهانو یوازني استازي نرېندر سنګهـ خالصه ازادي راډیو ته وویل چې څه باندې ۱۵۰ کسان په درمسال کې یرغمل نیول شوي.

ښاغلی خالصه زیاتوي: "زما قوم ټول تباه شو. هېڅوک راته نه‌دي پاتې. ډېر کسان هلته (درمسال) دي. ټول ۱۵۰-۲۰۰ کسان دي ګروګان دي. ټولې کورنۍ دي."

د ازادي راډیو د خبریالې فېروزه عزیزي په حواله چې په دې پېښې د راپور ورکولو لپاره ښار ته تللې، له سیمې څو امبولانسونه هم ښکته پورته تېر شوي.

لا معلومه نه‌ده چې دقیق څو کسانو ته په دې برید کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

طالبانو ویلي چې دا برید دوی نه‌دی کړی.

بلې کومې ډلې هم لا تر اوسه د کابل د ننني برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG