وايي سرحد کې، د کرونا ویروس معلومولو وسایلو د کمبود له امله، مسؤلین مسافرینو ته قسم ورکوي چې کرونا نیولي که نه!
د ګوړې اچار خپرونې په دې برخه کې مو، لومړی د هېواد یوه سرحد ته بیایو چې خبر شئ هېواد ته راتلونکي هېوادوال څه ډول معاینه کېږي؟
بیا مو د یوه حکومتي دفتر له حاله خبروو چې د کرونا له امله خپل مأمورین رخصتوي او په پای کې د ځان ډنګرولو چل درښیو.
دا خپرونه محمد عارف ننګیار جوړه کړې ده او تاسو يې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: