د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

هند پر یوې ښځې د جنسي تېري او وژنې په جرم ۴ تنه اعدام کړل


ارشیف
ارشیف

هند هغه څلورتنه اعدام کړل چې اته کاله مخکې یې په ډله ییزه توګه پر یوې ځوانې ښځې جنسي تېری کړی او هغه یې وژلې وه.​

ورته مهال په هند کې خلکو نن د دغو کسانو د اعدام عملي کول په خوښیو سره ولمانځه چې په ۲۰۱۲ کال یې په نوي ډيلي کې پر یوې ځوانې ښځې ډله ییز جنسي تېری کړی او هغه یې په بې رحمانه توګه وژلې وه.​

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دغه څلور تنه نن سهار وختي د پلازمینې نوې ډیلي په یوه زندان کې په داسې حال کې په دار وځړول شول چې له زندانه بهر د خوښۍ لپاره د یو شمېر راټولو شویو کسانو په خاطر سخت تدابیر نیول شوي وو. ​

دغه څلور تنه په ۲۰۱۲ کال کې په نوي ډیلي کې پر یوې ځوانې ښځي د جنسي تیري او د هغې د وژلو په پېښه کې په لاس لرلو په جرم اعدام محکوم شوي وو.

دغې پیښې په کور دننه پراخې مظاهرې راوپارولې او بهرنیانو هم پرې غصه څرګنده کړې وه.​

دا له ۲۰۱۳ کال وروسته په هند کې لومړني اعدامونه دي چې ترسره کېږي.​

د دغې پیښې قرباني سیمه ییزو رسنیو د نیربهایا په مستعار نوم یوه ۲۳ کلنه، زړه وره نجلۍ بللې وه.

د هند قانون اجازه نه ورکوي د قرباني اصلي نوم دې افشا شي.​

دغه نجلۍ چې د ارواح پوهنې محصله وه، له خپل هلک ملګري سره له فلم لیدو وروسته کور ته په لاره وه چې شپږو سړو په زوره یوه بس ته پورته کړه.

دوی یې ملګری د اوسپنې پر یوې میلې وواهه او وروسته یې پر هغې جنسي تېری وکړ او هغه یې ډېره ژوبله کړه.​

د دغې پېښې په تړاو شپږ تنه توقیف شوي و.

یو یې وروسته د ۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کې د زندان په خونه کې مړ وموندل شو چې ظاهراً په خپله یې ځان وژلی.​

دغه څلورتنه چې نن اعدام شول، یو یې د یوه سپورټي جیم لارښود، بل د بس نظافت چي او بل یې هم میوه پلورنکی و اویوه یې کارنه درلود.

دوی په ۲۰۱۳ کال کې په اعدام محکوم شوي وو.​

وروستی تورن د پیښې په مهال اولس کلن و چې درې کاله یې د بیا اصلاح او سمون په یوه مرکز کې تېر کړل او په ۲۰۱۵ کال خوشې شو.​

دا د یوه ځوان لپاره چې د بلوغ قانوني سن ته نه وي رسېدلی، په هند کې تر ټولو سخته سزا ده.​

خو د هغه خوشې کېدو هم خلک بیا واټونو ته را وایستل او هغه د دې سبب شو چې هند د جنسي تېري په ځینو مواردو کې د اعدام د سزا په ګډون د جنسي تاوتریخوالي په وړاندې نوي قوانین تصویب کړي. ​

د هند پارلمان هم یو قانون تصویب کړ چې له مخې که یو کس ۱۶ کلن هم وي او په سختو جرمونو کې لاس ولري، د یوه بالغ په توګه محاکمه کېږي. ​

XS
SM
MD
LG