د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د امریکا په کانګرس کې اندېښنې زیاتې شوي


د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

وروسته له دې چې د دوو امریکايي وکیلانو د کووید ۱۹ د ازموینې نتیجه مثبته راووته د امریکا په کانګرس کې اندېښنې زیاتې شوې.

د پنجشنې په ورځ د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې د دوو غړو د کرونا ویروس د ازموینې نتیجه مثبته راووته او یو شمېر نور غړي یې قرنطین شول.

له دې سره په کانګرس کې چې ۲۰۰ غړي یې ۶۵ کاله یا تر هغه هم زیات عمر لري اندېښنې زیاتې شوې.

په متحدایالاتو کې تراوسه له ۱۰۷۰۰ زیات کسان په کووید ۱۹ یا کرونا ویروس اخته شوي او تر اوسه۱۵۰ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

په نیویارک او سیاتل کې دې بحران ناوړه اغېز کړی خو پلازمېنه واشنګټن ډي سي هم خوندي نه ده پاتې شوې او په کانګرس کې چې د استازو د جرګې او سنا غړي په نژدې واټن کې رایې ورکوي، وېره په زیاتېدو ده.

په داسې حال کې چې دا کړکېچ د پراخېدو په حال کې دی د کانګرس غړو د رایې ورکولو مراحل چې له څو پېړیو راهیسې دود وو، د فاصلې د ساتنې له نوي لارښود سره سم عیار کړي دي.

د استازو جرګه کې د اکثریت مشر ستیني هویر پرون وویل، د رای ورکولو بهیر باید تر هغه وخته بیا پیل نه شی چې جرګه د کرونا ویروس له اقتصادي اغېزو سره د مبارزې د لایحې د راتلونکي پړاو په اړه د رای ورکولو پر طرزالعمل یوې موافقې ته نه وي رسېدلي.

نوموړي وکیلانو ته په یوه استولي لیک کې لیکلي دي چې د استازو جرګې په تالار کې په یوه وخت کې د ډېرو وکیلانو د راټولېدو له پلوه په اندېښنو کې دی هم شریک دی، نو ځکه دی تمه لري چې د رای ورکولو په پروسه کې بدلون راشي.

د نړۍ تقریباً ټولو هېوادونو ته د کرونا ویروس چټک سرایت، نه یوازې په امریکا بلکې په ټوله نړۍ کې خلک او چارواکي اندېښمن کړي دي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوتېرېش پرون پنجشنبې د دې وبا د مخنیوي لپاره د هېوادونو ترمنځ د نژدې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوتېرېش
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوتېرېش

ښاغلي ګوتېرېش وویل چې کورونا ویروس د نړۍ اقتصاد ته هم ډېره لویه ضربه ورکړه.

هغه زیاته کړه: "موږ له یو نړیوال صحي کړکېچ سره مخامخ یو چې د ملګروملتونو په ۷۵ کلن تاریخ کې بل داسې نه دی تېر شوی، دا کړکېچ انسانانو ته درد ورکوي، نړیوال اقتصاد زیانمنوي، ژوند له پښو غورځوي او په بیسارې کچه نړیوال اقتصادي رکود تقریباً یقیني شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې په ایټالیا کې پرون د کرونا ویروس له کبله نور ۴۲۷ کسان مړه شول.

له دې سره په دې هېواد کې په دې ناروغۍ د مړو کسانو شمیره ۳۴۰۵ ته لوړه شوه او په چین کې چې دې ناروغۍ نورې نړۍ ته سرایت ترې کړی، د قربانیانو تر شمېرې واوښته.

په چین کې چې د نفوس شمیر یې د ایټالیا په پرتله ۲۳ ځلې زیات دی، کرونا ویروس ټول ۳۲۴۵ کسان وژلي دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG