د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

د طالبانو د بندیانو خوشې کولو لپاره د افغانستان ملي امنیت شورا شرط


ارشیف، پلچرخي زندان کې یو شمېر طالب بندیان
ارشیف، پلچرخي زندان کې یو شمېر طالب بندیان

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، هغه طالب بندیان چې د افغانستان له زندانونو خوشې کېږي، په اړه‌یې باید دا تضمین موجود وي چې خوشې شوي کسان بېرته جګړې ته مخه نه‌کوي.

د ملي امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۹» رسنیو ته په یو استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، که دا تضمین ورنه‌کړل شي افغان حکومت به د طالب بندیانو د خوشې کولو په برخه کې اقدام ونه‌کړي او پر خپل دریځ ولاړ دی.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوېد فیصل په دغه غږیز پیغام کې ویلي:​ "د بندیانو په ارتباط زموږ په موقف کې تغییر نه‌دی راغلی. لکه څرنګه چې د جمهور رئیس په فرمان کې راغلي موږ اماده یو چې دا پروسه مخ ته یوسو، خو مهمه ده چې طالبان افغان وژنه ودروي او موږ ډاډه شو هغه څوک چې د سولې تر نامه لاندې خوشې کېږي، بېرته جنګ ته نه‌راګرځي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ په ۱۱مه ویلي چې د طالبانو ۱۵۰۰ بندیان به د ښه نیت له مخې خوشې شي حال دا چې طالبان وايي، د امریکا او طالبانو د هوکړې پر مهال‌یې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو لېست امریکايي پلاوي ته سپارلی چې ټول باید په یوه مرحله کې خوشې شي.

خو په عامه او ستراتېژیکو چارو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر په دې وروستیو کې ویلي چې تخنیکي پړاوونو ته په پام، په یوه وار د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدل امکان نه‌لري.

په عامه او ستراتېژیکو چارو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر
په عامه او ستراتېژیکو چارو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر

مخکې له دې افغان حکومت ویلي چې ۱۵۰۰ طالب بندیان په دې شرط چې د طالبانو تاوتریخوالی کم کړي، هره ورځ به ۱۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او دا هغه څه دی چې د طالبانو ډله ورسره مخالفه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد په خپل وروستي ټویټ کې ویلي چې "متحده ایالات غواړي، د امریکا او طالبانو له هوکړې سره سم، د بندیانو خوشې کېدل ژر پیل شي. که څه هم دواړو غاړو ژمنه کړې چې داسې به کوي، خو تر دې نېټې هیڅ بندیان نه‌دي خوشې شوي."

د سیاسي چارو پوهان وايي، افغان حکومت اوس هم باوري نه‌دی چې خوشې کېدونکي طالبان به په جنګ کې نه‌شاملېږي او په دې اړه‌یې تضمین غوښتل، پر ځای دي.

د دغو پوهانو له ډلې ناصر شفیق ازادي راډیو ته وویل: "د حکومت دغه وېره له تعقل نه لیرې نه‌ده. د سولې لپاره باید دواړه لوري د جګړې پر بندولو ډاډمن شي. که طالبانو له امریکا سره دا هوکړه کړې وي باید امریکا دواړو لورو ته ضمانت ورکړي چې طالبان به دغه کسان د جګړو لیکو ته نه‌لېږي او افغان حکومت په دې ډاډه کړي چې دغه بندیان د یو معقول زماني جدول له مخې ازاد کړي."

ښاغلی شفیق دا هم وايي، سربېره پر دې امریکا باید د دوی او طالبانو ترمنځ د هوکړې ټول جزئیات له افغان حکومت سره شریک کړي او که نه نو د هوکړې ناڅرګند موضوعات به په راتلونکي کې هم ورته اندېښنې له ځانه سره ولري.

XS
SM
MD
LG