په کابل کې د امریکا سفارت په افغانستان کې له ډېری امریکايي وګړو غوښتنه وکړه چې له افغانستانه ووځي.
سفارت په خپله اطلاعیه کې لیکلي چې د خپلو وګړو روغتیا او امنیت ته اندېښنه لري.
د دې اطلاعیې له مخې، سفارت د امریکايي وګړو لپاره د قونسلۍ ټول خدمات تر بلې خبرتيا پورې ځنډولي دي.
په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې له تجارتي الوتنو استفاده وکړي چې دا مهال په عادي ډول روانې دي.
د امریکا سفارت په یوه ټیلیفوني تماس کې ازادي راډیو ته تأیید کړه چې دغه اطلاعیه تېر ماښام خپره شوې ده.
خو د سفارت سرچینې په دې اړه توضیحات ورنهکړل چې دغه اطلاعیه د سفارت پر کارکوونکو هم تطبیقېږي که څنګه؟