د پروان ولایت چارواکي هغه خبره تأییدوي چې ګواکې تېره ورځ په هغه ولایت کې د یو پخواني جهادي قوماندان زوی، دوه کسان وژلي دی.
د پروان ولایت چارواکي وایي د هغه ولایت د بایان په کلي کې د پخواني جهادي قوماندان خواجه نبي صدیقي زوی "فردوس" دوه کسان په ډزو وژلي دي.
د پروان والي فضلالدین عیار د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۶» له ازادي رادیو سره خبرو کې ومنله چې دغه پېښه له یوې لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه: "فردوس د خواجه نبي زوی دی، د حاجي محيالدین د زوی او د ده له ساتونکي سرهیې چې څه ستونزه لرله، ترمنځیې لفظي شخړه شوې او بیا دواړه د فردوس لهخوا په ډزو ویشتل شوي او مړه شوي دي. دا پېښه واقعیت لري."
د پروان ولایت مسؤلین وايي، د پېښې عامل له خپلو ملګرو سره له سیمې تښتېدلی او پولیس هڅې کوي چې ژر تر ژرهیې ونیسي.
د پروان د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د وژل شوي خپلوانو د چارېکار په ښار کې مظاهره هم کړې او له پولیسو یې غوښتي چې فردوس ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولوتهیې وسپاري.
د وژل شوي ورور احمد ازادي راډیو ته وویل: "دوه شهیدان شوي یو مې د ماما زوی او بل مې ورور و. د خواجه نبي زوی ورسره مخ کېږي، دواړه وژني، ټولو خلکو لیدلی. له دولت مو غوښتنه ده چې دوی د قانون منګولو تهیې وسپاري."
احمد دا هم وايي که حکومت په دې اړه جدي اقدام ونهکړي، مظاهرې به وکړي او لویو لارو ته به راووځي.
پخوا تر دې د پروان ولایت په اړه یو لړ خبرونه خپاره شوي وو چې ځینې غیر مسؤلې وسلهوالې ډلې پهکې شته.
د پروان امنیه قوماندان محفوظ وليزاده ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د پېښې عامل له سیمې تښتېدلی، خو پولیسو هڅې تېزې کړي چې ډېر ژر یې ونیسي.
هغه زیاته کړه: "له سیمې تښتېدلی، پولیسو څلور خواوې محاصره کړي، خلک راسره همکاري کوي، ډېر ژر به ونیول شي، تاسې ډاډمن واوسئ."
په همدې حال کې خواجه نبي صدیقی له ازادي راډیو سره په خبرو کې د شخړې موضوع مني، خو وایي دا نهشي تأییدولی چې زوی یې په دې قتل کې دخیل وو که نه؟
خواجه نبي صدیقي وایي د زوی رواني حالتیې سم نهو، خو دی وایي هر هغه څه چې عدلي او قضایي بنسټونه پرېکړه وکړي دی به هغه پرېکړه ومني.