له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د نورو وزارتونو ترڅنګ د لوړو زدهکړو وزارت هم ځانګړي مسئوليتونه لري.
دا وزارت مسئوليت لري چې په تحصیلي نصاب کې به د نشهيي موادو په برخه کې د عامه پوهاوي په اړه يو مضمون شاملوي، د معتادينو د درملنې لپاره به متخصصين روزي او په پوهنتونونو کې به د نشو مخه نيسي او نور مسئوليتونه هم لري.
دا چې دا کارونه تر کومه ځايه رسېدلي، کوم کارونه شوي او کوم کارونه پاتې دي؟
په دې اړه د ازادي راډیو خبریال عبدالنافع همت د لوړو زدهکړو له سرپرست وزير عبدالتواب بالاکرزي سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلی چې په تحصيلي نصاب کې يې د نشهيي موادو په اړه څه شي په پام کې نيولي دي؟
د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: