د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره یوه شرکت ۴۰۰ موټر او رکشاوې تولید کړي


په بلخ کې د موټر او رکشاوو د تولید فابریکه
په بلخ کې د موټر او رکشاوو د تولید فابریکه

د افغانستان په ټول تاریخ کې په لومړي ځل په بلخ کې یوه داخلي شرکت سلګونه موتړ او رکشاوې تولید کړې دي.

د دغه تولیدي شرکت چارواکي وايي چې د دغو وسایطو له ماشین پرته نور ټول قطعات‌یې دننه په هېواد کې تولید کېږي.

د دغه تولیدي شرکت چارواکي وايي چې له ۱۳۹۵ کال راهیسې یې په هېواد کې د موټرو او رکشاو د تولید په خاطر څه باندې ۱۵ میلیونه ډالر پانګونه کړې.

د یاد شرکت د انجنیرۍ څانګې مشر ابراهیم هارون ازادي راډیو ته وویل چې په څه کم درېیو کلونو کې یې کابو ۴۰۰ موټر او رکشاوې تولید کړې دي.

ابراهیم هارون، مسئول بخش انجنیری شرکت تولید موتر و ریکشا در بلخ
ابراهیم هارون، مسئول بخش انجنیری شرکت تولید موتر و ریکشا در بلخ

ښاغلي هارون وویل: "موږ تر دې دمه ۷۰ عرادې موټر او ۲۸۰ عرادې رکشاوې تولید کړې دي. دا ځغلېدونکي د دې وړتیا لري چې په ساعت کې ۶۰ کیلو متره فاصله وځغلي."

په افغانستان کې د موټرو او رکشاوو د تولیدي شرکت چارواکي وايي چې د یاد شرکت تولید شوي وسایط د یو ټن توکو د انتقال وړتیا لري او هم‌مهاله کولای شي چې له څلورو تر ۸ کسانو مسافر ولېږدوي.

اوس‌مهال په بلخ کې په دغه توليدي شرکت کې کابو سل تنه کار کوي. دولت تر دې دمه د دغه شرکت تولید شویو وسایطو ته د ګرځېدنې جواز نه‌دی ورکړی.

د یاد شرکت چارواکي وايي که دولت ورته اجازه ورکړي، ترڅو د هغوی تولید شوي ګاډي او رکشاوې بازار ته عرضه شي. په هغه صورت کې به د دوی تولیدات په کال کې تر ۴ زره ګاډو او رکشاوو ته ورسېږي.

فابریکه تولید موتر و ریکشا در بلخ
فابریکه تولید موتر و ریکشا در بلخ

د دغه شرکت د انجنیرۍ د څانګې مسؤل ابراهیم هارون وايي چې د تولیداتو په ډېرېدو سره به د هغوی د کارکوونکو شمېر هم ۲ زره کسانو ته لوړ شي.

په یاد شرکت کې کارکوونکي وايي چې دلته ورته د کار زمینې په مساعد کېدو سره، توانېدلي د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې حل کړي.

فابریکه تولید موتر و ریکشا در بلخ
فابریکه تولید موتر و ریکشا در بلخ

دوی له حکومت څخه غواړي ترڅو د دغه شرکت تولیداتو ته د ښه‌والي او خرڅلاو زمینه برابره کړي او په دې توګه سلګونه نور کسان هم په کار بوخت کړي.

د یاد شرکت یو کارکوونکي محمد خالد ازادي راډیو ته وویل: "دولت باید د ګرځېدو جواز ورکړي، ترڅو د شرکت تولیدات ډېر شي او همدارنګه د ګرځېدو خط دې ورته مشخص کړي، په دې توګه ډېرو کسانو ته د کار زمینه هوارېږي."

د دغه شرکت تولیدي موټرو او رکشاوو ته تر دمه قیمت نه‌دی تعیین شوی، خو مسئولان وايي چې بازار ته د یادو ګاډو او رکشاوو په ورتګ سره له بهر څخه د موټرو او رکشاوو رالېږد کمېږي.

XS
SM
MD
LG