د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

ایټالیا کې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف ګڼې سیمې قرنطین شوي


د روېټرز د تازه راپور له مخې په ایټالیا کې یکشنبه ناوخته د ۱۳۳ تازه مړو قضیې ثبت شوي.
د روېټرز د تازه راپور له مخې په ایټالیا کې یکشنبه ناوخته د ۱۳۳ تازه مړو قضیې ثبت شوي.

د ایټالیا حکومت د کرونا وژونکي وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د دغه هېواد ګڼې شمالي سیمې قرنطین کړي دي.

د ایټالیا په شمال کې د سوداګریز ښار میلان په شمول ګڼې سیمې له پرونه قرنطین شوې.

حکومت دا کار د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف کړی دی.

په ایټالیا کې په قرنطین شویو سیمو کې تر ۱۶ میلیونو خلک اوسېږي او د یوه وایروس د مخنیوي په هدف د حکومت دا اقدام بې‌مخینې بلل شوی دی.

د قرنطین وضعیت به د اپرېل میاشتې تر درېیمې پورې جاري وي.

د ایټالیا صدراعظم جوزف کونټي پرون شپه قرنطین شویو سیمو ته تګ راتګ منع کړی دی.

د ایټالیا صدراعظم جوزف کونټي
د ایټالیا صدراعظم جوزف کونټي

هغه په روم کې خبریالانو ته وویل: "بې‌ځایه تګ راتګ دغو سیمو ته منع دی او همداراز دننه دغو سیمو کې. استثنا شته، خو یوازې د اړینو کارونو، بېړنیو حالاتو او صحي مسایلو لپاره."

د روېټرز د تازه راپور له مخې په ایټالیا کې یکشنبه ناوخته د ۱۳۳ تازه مړو قضیې ثبت شوي چې په دې سره دغه هېواد کې د کرونا وایروس له لاسه د مړو شویو شمېر ۳۶۶ ته لوړ شوی دی.

په ایټالیا کې په کرونا د اخته خلکو شمېر هم تر اووه زرو اوښتی دی او ویل کېږي چې وایروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی.

اخوا د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس پرون له واتیکانه د انټرنټ له لارې خپلو پلویانو ته وینا وکړه او د کرونا وایروس په اړه‌یې سپارښتنې وکړې.

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس

هغه وویل: "په کتابتون کې د پاپ په قیدېدو سره نن د دعا مراسم لږ څه عجیبه دي، خو تاسو ګورم او د تاسو ترڅنګ یم، د دعا له لارې له هغو خلکو سره نږدې یم چې له کرونا وایروس زیانمن شوي او هغوی چې د ناروغانو پالنه کوي."

پاپ په خپله روغ دی، خو یو همکار یې په کرونا وایروس اخته شوی دی.

د اروپا ګڼو نورو هېوادونو ته هم د ایټالیا له لارې د کرونا وایروس د انتقال راپورونه تأیید شوي.

د کرونا وایروس اصلي زیانمن هېواد چین کې بیا هم کورونا وایروس د انسانانو ژوند ګواښي.

د ګوانژو ساحلي ښار کې پرون یوازې په یوه پېښه کې ۱۰ ناروغان مړه شوي.

دا ۱۰ کسان په هغه هوټل کې مړه شوي چې په کرونا وایروس د اخته ناروغانو قرنطین ته ځانګړی شوی و.

په چین کې تر اوسه پورې څه باندې ۸۰ زره کسان په کرونا اخته شوي او له درېیو زرو زیات مړه دي.

په ټوله نړۍ کې په کرونا وایروس د اخته خلکو شمېر له یو لکو اوښتی، خو له روغتون د رخصت شویو خلکو شمېر هم له ۶۰ زرو اوښتی دی.

تر ایټالیا او چین وروسته د نړۍ درېیم هېواد چې په‌کې ګڼ خلک د کرونا وایروس قرباني شوي ایران دی.

په ایران کې په کرونا وایروس اخته قرنطین شوی کس.
په ایران کې په کرونا وایروس اخته قرنطین شوی کس.

په ایران کې د نږدې ۲۰۰ کسانو د مړینې خبره د دغه هېواد د روغتیا وزارت له‌خوا یکشنبه تأیید شوی.

د ایران په ټولو ۳۱ ولایتونو کې د کرونا وایروس پېښې شوي او ټول‌ټال په کرونا وایروس اخته خلک شپږ نیم زرو ته رسېدلي دي.

ایراني چارواکو له خلکو غوښتي چې تر ممکنه بریده دې له غونډو او تګ راتګ ډډه وکړي.

د ایران او اروپا ترمنځ د الوتکو ټول پروازونه هم ځنډېدلي دي.

په ایران کې د دغه هېواد د رهبر ایت‌الله علی خامنه‌اي د یوه سکرتر د پارلمان د ۲۰ تنو غړو د روغتیا د مرستیال وزیر او ګڼو نورو چارواکو د کرونا وایروس قضیې هم مثبتې بلل شوي او دا خلک قرنطین شوي دي.

XS
SM
MD
LG