د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

امریکا د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره ۸.۳ میلیارده ډالره وټاکله


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بېړني ډول د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ۸ اعشاریه ۳ ملیارد ډالر بودجه وټاکله.

د امریکا حکومت غواړي چې دا پيسې د کرونا ویروس د ټېسټ یا ازموینې له دې امله د تنفسي ناروغيو د درملنې او د وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پر نورو اقداماتو ولګوي.

په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر ۲۳۳ ته لوړ شوی دی.

د مارچ تر شپږمې هلته له دې امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۴ ښودل شوی و.

ټرمپ پرون پر خپلو خلکو غږ وکړ چې کرار اوسي او ویې ویل چې دا ستونزه به حل شي.

سپینه ماڼۍ د کرونا وېروس د مخنیوي لپاره په اقداماتو کې تر سختو نیوکو لاندې ده.

سپینې ماڼۍ منلې چې سره له دې چې تقاضا ورځ په ورځ د زیاتېدو په حال کې ده، په امریکا کې د کرونا ویروس د ټسټ یا ازموینې ځانګړې بستې کافي نه دي.

په ګرانډ پرنسس بېړۍ کې چې د سان فرانسیسکو په سواحلو کې يې باید لنګر وهلای وای، د سپرو وګړو او د بېړۍ د کارکونکو د ازموینې پایلې لا نه دی معلومې شوې.

په دې بېړۍ کې پر کرونا ویروس دوه وګړي اخته پېژندل شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم پرون وویل چې دا اپېډیمي د نړۍ په کچه د خپرېدو په حال کې او د جدي اندېښنې وړ ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم

هغه په جنیوا کې خبریالانو ته وویل: "موږ اوس په نړۍ کې تقریباً یو لک مثبتو پېښو ته رسېدلي یو، د دې له زیاتېدو سره موږ لا زیات ټینګار کوو چې هېوادونه د ویروس مخنیوي ته لومړیتوب ورکړي، موږ پر هېوادونو غږ کوو چې هره پېښه پيدا کړي، ازموینه یې واخلي، قرنطین یې کړي، د هر وګړي پالنه وکړي او له نورو کسانو سره د هغوي د تماس څرک واخلي."

کرونا ویروس په ډېسېمبر کې په چین کې پیدا شو او له هغه ځایه بیا د نړۍ نورو هېوادونو ته خپور شو.

له هغه راهیسې تر پرون ماښامه په نړۍ کې له دې امله د مړو شمېر په ۳۴۰۰ اوښتی دی.

د کرونا ویروس امله اکثره وګړي په چین کې مړه شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د بېړنیو حالاتو د ادارې مشر مایکل راین پرون پر نړیوالو غږ وکړ چې د ویروس د خپرېدو پر ضد مبارزه وکړي او په دې تمه دي لاس ته زنې لاندې نه کېني چې د دوبي له را رسېدو سره به ویروس په خپله ورک شي.

ډاکتر راین وویل، تر اوسه داسې هېڅ ثبوت نشته چې په دې باور وشي چې د کرونا ویروس د انفلونزا په څېر د هوا له ګرمېدو سره له منځه تلای شي.

XS
SM
MD
LG