د تاجکستان د انتخاباتو کمېسیون وایي چې پرون په پارلماني انتخاباتو کې د ټولو مستحقو رایه ورکونکو په سلو کې څه باندې ۷۵ رایه ورکونکو چې شااوخوا ۳ میلیونه او ۷۰۰ زره کېږي خپلې رایې کارولي دي.
دا د انتخاباتو د اعتبار لپاره له ټاکلي حد یعنې په ۱۰۰ کې له ۵۰ زیات دي.
په دغو انتخاباتو کې د ولسمشر امام رحمان د واکمن ګوند په وړاندې یو کوچنی مخالف ګوند درېدلی و.
د انتخاباتو مرکزي کمېسیون وویل چې لومړنۍ نتیجه به نن اعلان کړي.
د دغه کمېسیون رئیس بختیار خدایورزاده خبریالانو ته وویل چې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د فضا د برابرولو لپارهیې ۳۴۱۲ د رایو مرکزونه پرانیستي و.
د تاجکستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون ویلي چې ټول ۲۴۱ کاندیدان په دغو انتخاباتو کې درېدلي دي.
د تاجکستان ۶۳کسیزې ولسي جرګې ته ۴۱ کاندیدان د انتخاباتي حوزو پر اساس ټاکل کېږي او د نورو ۲۲ څوکیو لپارهیې د ګوند د لېست د سیستم له مخې خلک غوره کېږي.
ډېره تمه کېږي چې د ولسمشر امام علي رحمن ګوند به لوی بری خپل کړي.
په دغو انتخاباتو کې یوازې یوه مخالف ګوند برخه اخیستې وه.
دا له ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا چې د تاجکستان سترې محکمې مخکښ مخالف سیاسي ګوند، اسلامي رینسانس غیر قانوني اعلان کړ، لومړني انتخابات دي.
شپږ کوچني ګوندونه چې سوسیال ډیموکراتیک ګوند "اس ډي پي" یې په ډله کې یوازنی مخالف ګوند دی، هم په دې انتخاباتو کې برخه لري.
د دغه ګوند یوازې پنځه کاندیدان په دغو انتخاباتو کې درېدلي دي. دې ګوند په لومړي سر کې اته کاندیدان وړاندې کړي و، خو د کاندید په توګه د هر یوه د ثبتولو لپارهیې ټاکل شوې پیسې چې نږدې ۶۰۰ ډالره کېږي پوره نشوای کړای.
په تېرو دوو لسیزو کې لوېدیځو څارونکو هېڅکله هم د دې هېواد انتخابات شفاف نهدي بللي چې هغه دې د سیالۍ په فضا کې ترسره شوي وي.
د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې خبریالانو چې د رأی ورکولو بهیر یې له نږدې څارلی وایي، د یوه کس لهخوا د څو ځلې رایې استعمال یوه عمده ستونزه وه.
په یوه وېډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ښکاري چې یو کس د واکمن ګوند لپاره څو رایې په صندوق کې اچوي.
په یوه بله وېډیو کې روسیې ته مهاجر شوی د تاجکستان یو وګړی ښکاري چې وایي ورته ویل شوي چې واکمن ګوند ته باید رایه ورکړي کنه خپل کار به له لاسه ورکړي.
امام رحمن چې له ۱۹۹۲ کال راهیسې د تاجکستان واګې په لاس کې لري، پر حکومتیې له اوږدې مودې راهیسې انتقاد کېږي چې مخالفې ډلې ځپي او انتقاد کوونکي غلي کوي.