د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

روسیه کې د نېمڅوف د وژنې پنځم تلین او د زرګونو کسانو لاریون


 په روسیه کې پروني لاریونونه له تېر دوبي راهیسې تر ټولو ستر لاریونونه وو.
 په روسیه کې پروني لاریونونه له تېر دوبي راهیسې تر ټولو ستر لاریونونه وو.

په مسکو او د روسیې په ځینې نورو ښارونو کې زرګونه کسانو پرون د فبرورۍ په ۲۹مه، د کرېملن د یوه معتبر منتقد بوریس نېمڅوف د قتل د پنځم تلین په مناسبت یې لاریون وکړ.

بوریس نېمڅوف یو مهال د روسیې د صدراعظم د مرستیال په توګه هم کار کړی دی.

هغه په ۲۰۱۵ میلادی کال کې د فبرورۍ په ۲۷مه له کرېملنه په لنډه فاصله کې وویشتل او ووژل شو.

په روسیه کې پروني لاریونونه له تېر دوبي راهیسې تر ټولو ستر لاریونونه وو.

دا لاریونونه په داسې حال کې شوي چې د روسیې د پارلمان غړي او کرېملېن د یوې عمومي ټولپوښتنې لپاره چې هدف یې په اساسي قانون کې د بدلون راوستل دی، تیاري نیسي.

د بدلونونو وړاندیز چې ولسمشر ولادیمیر پوتین کړي، تېره اوونۍ را برسېره شو.

په مسکو کې لاریون کونکو پرون د "پوتین غل دی" او د "روسیې پوتین نه غواړي" نارې وهلې.

ډېرو لاریون کونکو پرون د روسیې بيرغ او د هغه سیاسي ګوند بیرغونه لېږدول چې بوریس نېمڅوف یې غړیتوب درلود.

یو شمېر لاریونکونکو د نیمڅوف عکسونه لېږدول او ځیني نورو د "پروپاګند وژونکی دی" او په "قانون کې تعدیل نه غواړو" شعارونه لېږدول.

زیات شمېر لاریون کونکي پرون د هغه پله څنډې ته د شمعو بلولو لپاره ورغلي وو چې بوریس نېمڅوف ورباندې وژل شوی و او هلته یې د ګلانو ګېدۍ کېښودې، د هغه عکسونه یې لګولي وو او د روسیې بیرغونه یې ورسره تړلي وو.

یوې لاریون کونکې چې د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط یې د ازادې اروپا/ازادي راډیو له روسیې برخې سره خبرې کولې، وویل چې لاریون یې د دې لپاره نه ده چې یوازې د یوه وګړي پر مرګ یا ژوند بحث وکړی، بلکه په عمومي ډول، د انساني ازادیو په اړه دی.

هغې د سپینو ګلانو یوه ګېډۍ د نیمڅوف د قتل په ځاي کې کېښوده او ویې ویل: "نیمڅوف د مدني حرکتونو یو سمبول و، داسې لارښوود و چې څرنګه عادلانه ژوند وکړو."

یوه بل لاریون کونکي د ازادي اروپا او امریکا غږ ګډ ټلوېزیون کرنټ ټایم ته وویل: "دا لاریون د نیمڅوف خبره نه ده بلکه د هره هغه څه په اړه دی چې زموږ په هېواد کې روان دي."

د وایټ کونټر په نوم غیر دولتي سازمان اټکل کړی چې په مسکو کې پرون لږترلږه ۲۲ زره کسانو په لاریون کې برخه درلوده.

پروني لاریون ته د روسیې له حکومته اجازه اخیستل شوې وه.

د مسکو پولیسو اټکل کړی چې په لاریون کې د ګډون کونکو شمېر ۱۰ زره او ۵۰۰ و.

د کرېملن له لوري د لاریون په اړه هېڅ بیان نه دی خپور شوی.

په مسکو کې د لاریون کونکو سره د پولیسو د بد چلند یا د چا د نیولو خبره هم نه ده خپره شوې.

خو د یوې غیر دولتي څارونکې ادارې په وینا، په سنت پيترس بورګ کې اته تنه پولیسو نیولي وو.

دا نه ده څرګنده چې هغوي ولئ نیول شوي دي.

په سنت پيترس بورګ کې پرون نږدې اته زره کسانو مارش وکړ.

XS
SM
MD
LG