د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لخوا بغلان ولایت لپاره نومول شوی والي د دې ولایت د مقام ودانۍ ته ورسېد.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو تر اعلان وروسته د ستونزو د رامنځته کېدو په دوام عبدالله عبدالله د بغلان ولایت لپاره والي معرفي کړ.
په بغلان ولایت کې د ازادي راډیو خبریال د راپور له مخې جنرال مصطفی محسني د خپلو پلویانو سره د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې د بغلان ولایت ودانۍ ته ننوته.
د ثبات او همپالنې ډلې لخوا بغلان ولایت لپاره نومول شوی والي جنرال مصطفی محسني د دې ولایت مقام کې خپلو پلویانو ته وویلې: "خپل جنجالونه وساتئ، امنیتي ځواکونو سره کار مه لرئ، د ودانۍ دننه مه ځئ، موږ او تاسې دلته د یو قانوني او اصولي امر پرځای کولو لپاره راغلي یو او له چا سره کار نه لرو."
په ورته مهال د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم غړی نور رحمان اخلاقي وايي، تر دا مهاله د بغلان ولایت په ګډون څلورو ولایتونو ته والیان معرفي شوي او دا لړۍ به دوام وکړي.
هغه وویل: "د همه شمول حکومت جمهور رییس له لوري جنرال مصطفی محسني د یو حکم له مخې د بغلان والي په توګه معرفي شو او د خلکو په مرسته په یاد ولایت کې ځای په ځای شو، د بغلان، پنجشیر،، جوزجان او سرپل په ګډون دا څلورم ولایت دی چې والیان یې معرفي شوي دي."
خو د بغلان ولایت د پولیسو قومندان ویس صمیمي وايي: "هغه لاریونکونکي چې غوښتل یې لاریون وکړي او د مقام دفتر ته ننوځي ټول بېرته په شا وتمبول شول او خواره واره شول، زه په خپله، والي او د امنیت رییس له سهار راهیسې په ولایت کې یو."
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ چې نوم یې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډه اعلامیه ورکړل شوې ویلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت نافذه قوانینو پر بنسټ په دولتي ودانیو حمله او د هغوی ویجاړول او غصب او د دولتي ادارو د کارونو مخنیوی ملي خیانت او جرم شمېرل کېږي.
کورنیو چارو وزارت په یاده اعلامیه کې ویلي چې معترض ټاکنیز ټیمونه باید د خپلو اعتراضونو په لړ کې قانون ته پام وکړي او د وسلو له ګرځولو او عام المنفعه ودانیو له ویجاړولو ډډه وکړي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو ملکی استازی "نیکولاس کي" د دوشنبې په ورځ په خپل ټویټر ولیکل چې د افغانستان سیاسي رهبران باید په خپلو کې له نرمښت څخه کار واخلي او ناټو له ټولو سیاسي خواو غواړي چې د سولې خبرو او ملي یوالي ته لومړيتوب ورکړي.
ښاغلي "کي" همداشان لیکي چې ناټو د هېڅ لوري ملاتړ نه کوي چې تاوتریخوالي رامنځته کړي.
دغه ټاکنیزې ناندرۍ په داسې حال کې راپورته شوي چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره اوونۍ د سې شنبې به ورځ د ولسمشریزو انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې محمد اشرف غني 50،46 فیصده او عبدالله عبدالله 39،52 فیصده رايې خپلې کړې وې، چې ښاغلي عبدالله بیا دغه پایلې ونه منلې.