د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

د امرالله صالح د سپکاوي په تور لویې څارنوالۍ ته ۷ کسان معرفي شوي


امرالله صالح
امرالله صالح

د افغانستان لویه څارنوالۍ دغې ادارې ته د هغو اوو تنو د معرفي کېدو خبر ورکوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې د محمد اشرف غني لومړي مرستیال ته سپکاوی کړی و.

د افغانستان لویه څارنوالی وایي، د اقتصاد، مالیې ،دفاع، لوړو زدکړو، کورنیو چارو وزارتونو ،برېښنا شرکت او یو بلې ادارې د کارکوونکو اووه قضیې چې د زرغون بهېر مشر ته سپکاوي په تړاو دي دوی ته رسېدلي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل دا کسان په فیسبوک کې د ښاغلي صالح په لیکنو د سپکاوي ډکو نظرونو په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

هغه زیاتوي: "د دوی موضوع د لویې څارنوالۍ د څېړنو لاندې ده،ځکه چې د افغانستان د جزا کود کې یو له هغو موارد چې جرم ګڼل کېږي، توهین او سپکاوی دی، نو ځکه څارنوالۍ دا خلک جلب کړي او هر کله چې هغوی حاضر شي څېړنې به ترسره شي او د څېړنو وروستي جزئیات به هم شریک شي."

ښاغلي رسولي وویل، چې تر دې دمه د برېښنا او لوړو زدکړو وزارت دوه کارکونکي څېړنو ته حاضر شوي دي.

د نوموړي په وینا ،کله چې د ټولو دغو کسانو په تړاو څېړنې پای ته ورسېدې، پایلې به یې خلکو سره شریکې شي.

خو تورن کسان دا تور ردوي او وایي، دوی هېچاته سپکاوی نه دی کړی او یوازې یې په فیسبوک د امرالله صالح خبرې نقد کړي دي.

د اقتصاد وزارت کارکونکي مبارز نورزي ازادي راډیو ته وویل ،چې دوه میاشتې مخکې یې د امرالله صالح په فیسبوک پاڼه د ده پر لیکنې خپل نظر لیکلی و، خو په وینا یې چې هدف د ښاغلي صالح ته سپکاوی نه و.

هغه زیاته کړه: "د امرالله صالح په یو پوسټ مې تبصره کړې وه، اوس یې د هماغې تبصرې په تړاو لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی یم، ښاغلي صالح لیکلي و چې د جمعې ورځې پلی تګ او پښتونستان واټ پورې تلل د روغتیا لپاره ګټور دي نو ما تبصره کړې وه چې مخکي له دې ولسمشر غني ته څه ویل او اوس څه وایي. دا سپکاوی نه دی، زما په اند یوازې یوه سپارښتنه وه."

له دې سره د لوړو زدکړو وزارت کارکونکی عبدالله بابه جان تفکري تر اوسه څو ځلي لویې څارنوالۍ ته حاضر شوی.

دی په دې اړه چې فیسبوک کې یې څه لیکلي وایي: "ښاغلي صالح یوې تابلو کې لیکلي چې، د بې بندوباره نسله تېرېدل. ما دا لیکنه په خپلې یوې لیکنه کې نقد کړه او ومې لیکل، که موږ بې بندوباره نسل لرو، د دې نسل ریښه هغو کسانو ته ورګرځي چې د رهبرانو پېښې یې کولې او تېرو دوو لسیزو کې یې د دې نسل رهبرۍ کوله. د زرغون بهېر له لورې یې زه لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی یم چې دا هېڅ قانوني توجیه نه لري."

ښاغلی تفکري وايي، د فیسبوک له پاڼې نه ېې خپله لیکنه لرې کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر وايي، که زرغون بهیر له یو چا سره چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپل نظر بیان کړی ستونزه لري، باید رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون له لارې اقدام وکړي، نه دڅارنوالۍ له لارې.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر

ښاغلی خلوتګر د زرغون بهیر دغه کار د قانون خلاف ګڼي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د زرغون بهیر نظر هم ولرو خو د مسوولینو له ژمنې سره سره یې ځواب ورنه کړ.

XS
SM
MD
LG