د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

نړۍ

د ۵ چینايي رسنیو پر وړاندې د امریکا تازه اقدامات

ارشیف
ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چین پنځه مهمې دولتي رسنۍ چې امریکا کې هم دفترونه لري، د بهرني مأموریت په ډله کې شاملې کړې.

امریکا دغه رسنۍ د چین د کمونېست حزب د رهبري شویو تبلیغاتي بنسټونو په کتار کې راوستې دي.

د دې ګام له مخې، امریکا به دغو پنځو رسنیو سره د سفارتونو په توګه چلند کوي او رسنۍ اړې دي چې امریکا کې خپل ملکیتونه له بهرنیو چارو وزارت سره ثبت کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې د نوم نه‌ښودو په شرط ویلي، دا رسنۍ د چین د دولت دي او د چارو کنټرول‌یې له هماغه ځایه کېږي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې د سړې جګړې د وخت فکرونه له سره لیرې کړي.

دوی ویلي، چین د امریکا دې ګام ته د غبرګون حق لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملګري ملتونه: د اسراییل عملیاتو له رفح ښار څخه ۸۰۰ زره فلسطینیان تېښتې ته اړ کړي

د رفح ښار یوه څنډه
د رفح ښار یوه څنډه

ملګري ملتونه وايي، د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییلو د بریدونو او پر ځینو برخو د سختو بمباریو له امله شاوخوا ۸۰۰ زره فلسطینیان چې د غزې په دې جنوبي ښار کې یې پناه اخیستې وه، تېښتې ته اړ شوي دي.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازارینی په دې اړه وویل، په رفح کې د اسراییلو د پوځی عملیاتو له پیل راهیسې، فلسطینیان په پراخه کچه بې ځایه شوي دي.

هغه په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د مې له شپږمې راهیسې، کله چې اسراییل په رفح کې خپل عملیات پیل کړل، د رفح نژدې نیمایي وګړي چې ۸ لکه کېږي، سړکونو ته راوتلي او تېښتې ته اړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، دا فلسطینیان هغو سیمو ته تښتیدلي دي چې د اوبو مناسبې سرچینې او د روغتیايي اسانتیاوې نه لري.

د جمعې په ورځ، ۱۳ اروپايي او اسیايي هېوادونو له اسراییلو څخه په یوه لیک کې وغوښتل چې پر رفح ښار پراخ بریدونه ونه کړي.

تر دې مخکې امریکا په وار وار له اسراییلو غوښتي وو چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره له پلان پرته په رفح کې پراخ پوځي عملیات پیل نه کړي.

عیني شاهدانو هم پرون (شنبې) د غزې په شمال کې د کمال عدوان روغتون په څنډه کې د اسراییلو د هوايي بریدونو خبر ورکړی دی.

د اسرائیلو پوځ وايي، هوايي ځواک یې په غزه کې تر ۷۰ ډېر هدفونه په نښه کړي دي.

په عین حال کې اسراییلو ادعا کړې چې د رفح په ختیځ کې د دوی د ځمکنیو ځواکونو په بریدونو کې د حماس د افراطي ډلې ۵۰ غړي وژل شوي او لسګونه تونلونه یې کشف کړي دي.

حماس د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې له لوري ترهګره ډله ګڼل کېږي.

د اسراییلو جنګي کابینې د غزې د جګړې په اړه د نوې ستراتېژۍ پرېکړه وکړه

د غزې د جګړې یوه څنډه
د غزې د جګړې یوه څنډه

د اسراییلو د جنګي کابینې غړي بیني ګانتز پرون (شنبې) د صدراعظم بنیامین نتانیاهو حکومت ته د جون تر لسمې پورې وخت ورکړ چې د غزې په جګړه کې نوې ستراتیژي وړاندې کړي، که نه نو دی به له دې کابینې استعفا وکړي.

بیني ګانتز ټینګار وکړ چې په دې ستراتېژۍ کې د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنیدلو، په غزه کې د حماس د واکمنۍ د پای ته رسېدلو، د غزې لپاره د څو ملیتي ملکي حکومت د جوړولو، له سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کولو او پر ټولو اسراییلیانو د عسکري خدمت د جبري کولو په شمول شپږ محورونه شامل دي.

ښاغلي ګانتز له ریاض سره د اړیکو د عادي کیدو په اړه وویل: له سعودي عربستان سره د اړیکو عادي کول د ایران او د هغه د متحدانو په وړاندې له ازادې نړۍ او لویدیځ سره د اتحاد د رامینځته کولو په خاطر د یوې هراړخیزې پروسې یوه برخه ده.

په داسې حال کې چې لا هم په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو کومه نښه نه لیدل کیږي، د حماس له سختدریځې ډلې سره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې تړانګې د ادارې د پلان په اړه له صدراعظم سره د کابینې د ځینو غړو د مخالفت له امله د اسراییلو جنګي کابینه وېشل شوې ده.

په واکمن لیخود ګوند کې د بنیامین نتانیاهو د ګوند همکار یوف ګالانت هم د چهارشنبې په ماښام له صدراعظم څخه وغوښتل چې له جګړې وروسته د غزې د ادارې لپاره خپل پلان وړاندې کړي.

بنیامین نتنیاهو په یوه بیان کې وویل چې د ګانتز له خوا اعلان شوي شرایط به د اسراییلو د ماتې، د یرغملو د خلاصون د هڅو د ناکامېدو، د حماس د جګړې د دوام او د فلسطیني دولت د تاسیس سبب شي.

ایران په عمان کې له امریکايي چارواکو سره خبرې تایید کړې

د امریکا او ایران بیرغونه
د امریکا او ایران بیرغونه

یوه ورځ وروسته له هغې چې اکسیوس مجلې په عمان کې د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو په اړه راپور ورکړ، په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي د دغو خبرو ترسره کېدل تایید کړل.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامی استازي پرون د مې د میاشتې په ۲۹مه د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو په هکله د رسنیو د پوښتنې په ځواب کې وویل٬ دا خبرې اترې یو روان بهیر دی.

د ایران استازي زیاته کړه: "دا خبرې نه لومړۍ وې او نه به هم وروستۍ وي."

د امریکا او سعودي چارواکو د ستراتیژیک تړون د مسودې په اړه خبرې کړي

د عکس ښي لور محمدبن سلمان او چپ لور ته جیک سلیوان
د عکس ښي لور محمدبن سلمان او چپ لور ته جیک سلیوان

د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان پرون د شنبې په ورځ، د مې په ۲۹مه په ظهران کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان سره وکتل او د واشنګټن او ریاض ترمنځ د ستراتیژیک تړون د مسودې په اړه یې خبرې وکړې.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس وايي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د هغوی د پیاوړتیا پر لارو چارو او همدارنګه په غزه کې د جګړې د بندولو په اړه خبرې وشوې.

د سعودي عربستان د حکومت ویاند وویل٬ محمد بن سلمان او جیک سلیوان د فلسطین د مسئلې په اړه د دواړو هېوادونو د ګډو هلو ځلو په اړه خبرې وکړې.

د دې راپور له مخې محمد بن سلمان او جیک سلیوان په غزه کې د جنګ د پای ته رسېدو او سیمې ته د بشري مرستو د زیاتولو په ضرورت هم خبرې وکړې.

تر دې مخکې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي وو چې جیک سلیوان له محمد بن سلمان سره د لیدو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې جیک سلیوان له محمد بن سلمان سره د غزې د جګړې او په غزه کې د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د پرله پسې هڅو په ګډون د دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې او مشورې کوي.

د پاکستان حکومت له بشکیک خپل یو شمېر محصلان ویستلي

تېره شپه یوه الوتکه کې ۱۴۰ محصلان لاهور ته رسېدلي او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یې هوايي ډګر کې هرکلی کړی.
تېره شپه یوه الوتکه کې ۱۴۰ محصلان لاهور ته رسېدلي او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یې هوايي ډګر کې هرکلی کړی.

د پاکستان حکومت خبر ورکړی چې د قرغیزستان له پلازمېنې بشکیک یې خپل یو شمېر محصلین په ځانګړې الوتکه کې راویستلي دي.

د پاکستان ملي راډیو تلوېزیون د راپور پر بنسټ، تېره شپه یوه الوتکه کې ۱۴۰ محصلان لاهور ته رسېدلي او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یې هوايي ډګر کې هرکلی کړی.

دې تلوېزیون د چارواکو له قوله دا هم لیکلي چې نن یکشنبه به هم ډېر شمېر نور محصلان له بشکیک وویستل شي.

دا اقدام وروسته تر دې کېږي چې بشکیک کې یو شمېر کسانو له بهرنیو محصلانو او وګړو سره په تاوتریخوالي لاس پورې کړ او لږ تر لږه ۲۹ تنه یې ټپيان کړل.

په ټپیانو کې ډېر یې پاکستاني محصلان دي.

په همدې حال کې د قرغیزستان حکومت یوه اعلامیه کې ویلي چې وضعیت اوس ښه شوی او د حالاتو د سمون ډاډ یې ورکړی.

د بشکیک له دوو لیلیو بهر د خلکو د بیا غونډېدو خبر ورکړل شوی

په بشکیک کې له لیلیو بهر د خلکو د غونډېدو انځور
په بشکیک کې له لیلیو بهر د خلکو د غونډېدو انځور

د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې له تازه تاوتریخوالي وروسته چې لږ تر لږه د ۲۹ کسانو د ټپي کېدو سبب شو، پرون هم د بشکیک له دوو لیلیو بهر د خلکو د غونډېدو خبر ورکړل شوی دی.

د قرغزستان حکومت پرون وویل چې د دغو ناکراریو په تړاو یې څلور بهرنيان نیولي، خو نه یې دي ویلي چې دا د کومو هېوادونو وګړي دي.

پرون او وړمه ورځ پېښ شوی تاوتریخوالی د قرغزستان، پاکستان او هند ترمنځ د ډیپلوماتیک کړکېچ سبب شو.

په بشکیک کې د پاکستان سفارت ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۴ پاکستانیان ټپیان شوي، خو د درېیو پاکستاني وګړو د وژل کېدو موضوع یې رد کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې پرون په اسلام اباد کې د قرغزستان سفیر احضار کړای شو او د پاکستاني محصلانو خلاف د وړمې شپې د تحولاتو په باب یې خپله ژوره اندېښنه ورسره شریکه کړه.

زیلینسکي: روسیه به د کییف په شمال ختیځ کې خپل پوځي عملیات لا شدید کړي

په خارکییف کې د روسیې د بریدونو له کبله دغو ودانیو ته زیان اوښتی دی.
په خارکییف کې د روسیې د بریدونو له کبله دغو ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د اوکراین ولسمشر وايي، د ده د اټکل له مخې روسیه به د کییف په شمال ختیځ کې خپل پوځي عملیات لا شدید کړي.

ولودمیر زیلینسکي د فرانسې له خبري اژانس سره په هغه ځانګړې مرکه کې چې پرون شنبه خپره شوه ویلي، کییف د لومړۍ کرښې د ساتنې لپاره یوازې یو پر څلورمه برخه هوايي دفاع لري.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، روسي ځواکونو چې په وروستیو میاشتو کې څه ناڅه پرمختګونه کړي، د مې میاشتې پر لسمه یې پر خارکییف سیمه ناڅاپي حمله وکړه چې دا یې په یونیم کلن یرغل کې د سیمو د نیولو له اړخه روسیې ته پراخه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

ولودمیر زیلینسکي وايي، روسي ځواکونه په شمال ختیځ سرحد کې یوازې له پنځو تر لسو کیلومترو پورې ساحو کې مخکې تللي، خو وروسته د اوکراین ځواکونو یې مخه نیولې ده.

په میانمار کې یوې وسله‌والې ډلې د یوه ښارګوټي د نیولو ادعا کړې

د میانمار د راخین ایالت یوه څنډه
د میانمار د راخین ایالت یوه څنډه

په میانمار کې د قومي اقلیت یوې وسله‌والې ډلې پرون شنبه ادعا وکړه چې وسله‌والو یې د لوېدیځ ایالت راخین پر یوه ښارګوټي ولکه ټینګه کړې ده.

په راخین ایالت کې شخړې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د اراکان پوځ یا "اې‌اېAA" په نوم د اقلیت وسله‌والې ډلې په نومبر میاشت کې پر امنیتي ځواکونو حمله وکړه.

له دې سره هغه اوربند مات شو چې په ۲۰۲۱م کال کې تر پوځي کودتا وروسته نافذ شوی و.

اراکان پوځ په راخین کې یو ښارګوټی او د هند، دغه راز بنګله دېش پولې ته څېرمه ځینې ساحې نیولې دي.

له دې سره د میانمار پر پوځي حکومت فشار زیات شوی چې له څه مودې راهیسې د میانمار یا پخوانۍ برما په جنوب ختیځ او نورو ساحو کې د خپلو مخالفانو په وړاندې په مبارزه بوخت دی.

په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵زره ۳۸۶ ته ورسېد

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون خبر ورکړ چې په دغه قلمرو کې د اسراییل او فلسطیني افراطي وسله‌والو ترمنځ د څه باندې اووه میاشتنۍ جګړې په نتیجه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵زره ۳۸۶ ته ورسېد.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د غزې روغتیا وزارت پرون د مخکېنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال هم د لږ تر لږه ۸۳ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د اکټوبر له اوومې په دې جګړه کې د ټپیانو شمېر ۷۹زره ۳۶۶ ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییل پوځي عملیات پرون هم په شدت روان وو.

اسراییل اعلان کړی چې د بشري مرستو لومړۍ جوپه دغه کلابند شوي ښار ته ورسېده.

غزه کې سختې نښتې او بمبارۍ شوي

غزه کې د وروستيو نښتو يوه څنډه
غزه کې د وروستيو نښتو يوه څنډه

د غزې تړانګې جنوبي ښار رفح نن د سختو نښتو او بمباریو ډګر و.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، د اسراییلو پوځ ویلي چې د دوی هوايي ځواکونو تېره ورځ او شپه په غزه کې ۷۰ هدفونه بمباري کړي او د اسراییلو ځمکنیو ځواکونو د رفح په ختیځ کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې د کویټ روغتون ویلي چې تېره شپه په رفح ښار کې د بې ځایه شویو په یوه کمپ کې د اسراییلو په بریدونو کې دوه تنه وژل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG