د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

ښځینه فعالانې: د پکتیکا ولایتي شورا هېڅ ښځینه استازې نه‌لري


د پکتیکا ولایتي شورا
د پکتیکا ولایتي شورا

د پکتیکا په ولایتي شورا کې د ښځینه استازو نشتوالي د دې ولایت فعالانې له اندېښنو سره مخ کړې دي.

هغوی وايي د غږ، ستونزو او غوښتنو اورېدو بهیر یې له ننګونو سره مخ شوی.

پکتیکا چې د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا په هره برخه کې نسبتاً محروم ولایت شمېرل کېږي، اوسمهال‌یې په ولایتي شورا کې د ښځینه استازو نشتوالی هغه ستونزه یادېږي چې د دې ولایت نجونو او مېرمنو په وینا د دوی د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو بهیر ورسره په ټپه درېدلی.

مدني فعاله ذکیه اختري وایي، د دوی د غږ رسولو لپاره په ولایتي شورا کې د ښځینه استازو موجودیت اړین دی.

هغه زیاتوي: "زموږ خویندې په ډېرو برخو کې ستونزې لري، په لیرې پرتو سیمو کې مشکلات لري، نو زموږ وکیلانې کولای شي، زموږ د خویندو غږونه تر لوړو مقاماتو پورې ورسوي."

د پکتیکا په ولایتي شورا کې دوه ښځینه استازو برخه لرله چې یوه‌یې د اسنادو د جعل له امله له دندې لیرې شوه او بلې هم ولسي جرګې ته د نوماند کېدو په هدف استعفا وکړه.

د پکتیکا د ولایتي شورا ودانۍ
د پکتیکا د ولایتي شورا ودانۍ

د پکتیکا د ولایت مقام مرستیال شېر بادشاه ارګوني له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښځینه استازو د نشتوالي له امله د مېرمنو د غږ د نه‌رسېدو ستونزه پر ځای وبلله، خو وایي د وکیلانو د نشتوالي د ستونزې د حل صلاحیت له اجرائیوي ارګان پورته دی.

هغه زیاتوي: "ولایتي شورا ټاکنیز ارګان دی او موږ اجرائیوي ارګان یو، ترڅو چې ټاکنې ونه‌شي، نو تر هغې به دا ستونزه وي، ځکه موږ نه‌شو کولای چې د ګمارنې له لارې څوک هلته نوی مقرر کړو."

یوازې پکتیکا نه، بلکې په پکتیا کې هم د ولایتي شورا له درېیو ښځینه استازو دوو یې استعفا کړې چې د دې ولایت د ښځو د حقونو د فعالینو په وینا پاتې یوه ښځینه وکیله د ټول ولایت ستونزو ته لاسرسی نه‌شي کولای.

د ولایتي شورا پخوانۍ نومانده نازدانه پکتیاوال بیا په دې اړه په افغان حکومت نیوکه کوي چې تشو څوکیو ته‌یې نوي کسان نه‌دي معرفي کړي.

هغه وايي: "تل هر شی په قانون نه‌تطبیق کېږي، دغه ستونزې چې راپیدا شوې، د ولایتي شورا ټاکنې هم وځنډېدې، متأسفانه څوک زموږ غږ نه‌اوري چې دغه تش ځایونه ډک شي."

د پکتیا د ښځو چارو رئیسه نسرین اوریاخېل وایي، په ولایتي شورا کې د ښځینه وکیلانو د استعفا ورکولو وروسته د دې ولایت د مېرمنو ډېری ستونزې له شریکولو پاتې شوي، خو وایي د خپل مسئولیت په چوکاټ کې به د مېرمنو د ستونزو حل ته غاړه ورکړي.

اوریاخېل زیاتوي: "واقعاً په یوې خور د ټولې پکتیا وکالت کول ډېره مشکله ده چې هر ځای ته ورسېږي، یعنې دا علت دی چې په پکتیا کې خویندو ته ډېره مشکله ده، دوی ډېرې ستونزې لري."

په پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر وایي، له دې امله چې د ولایتي شورا د ټاکنو د بیا ترسره کېدو لپاره له کال کم وخت پاتې و، نو ځکه‌یې د قانون له مخې نوي کسان معرفي نه‌کړل، خو په وینا یې که د ولایتي شورا د اوسنۍ دورې موده غځېږي، نو دوی به د قانون سره سم د تشو څوکیو لپاره نوماند ریزرف کسان د نویو استازو په توګه معرفي کړي.

XS
SM
MD
LG