د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

افغان ریفري عبدالصبور عمري د داورۍ نړیوال سند ترلاسه کړ


افغان ریفري عبدالصبور عمري
افغان ریفري عبدالصبور عمري

د تکواندو نړیوال فدراسیون افغان ریفري عبدالصبور عمري ته د داورۍ لومړۍ درجه نړیوال سند ورکړی دی.

دا خبر د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون نن په خپله فېسبوک‌پاڼه خپور کړی.

د خبرپاڼې له مخې ښاغلي عمري ته د لومړۍ درجې داورۍ سند د تکواندو د نړیوال فدراسیون د عمومي رئیس ډاکتر چونګ ونګ چوی په لاسلیک ورکړل شوی.

عبدالصبور عمري د افغانستان د تکواندو د ملي فدراسیون مسلکي مرستیال دی او له څو کلونو راهیسې په نړیوالو لوبو کې د ریفري دنده مخته وړي.

د تکواندو د نړیوال فدراسیون د معلوماتو له مخې په ټوله اسیا کې شاوخوا ۴۰ ریفریان لومړی درجه سند لري.
تر عمري مخکې یوازې یوه بل افغان ریفري سید صادق هاشمي د داورۍ لومړی درجه نړیوال سند ترلاسه کړی دی.

XS
SM
MD
LG