د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

پومپیو: لویدیځ د بري په لور روان دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

په داسې حال کې چې پر واشنګټن نیوکې کېږي چې له ډېرو نړیوالو تړونونو شاته شوی او د جرمني ولسمشر د سترو قدرتونو ترمنځ د نوې مقابلې د پېل خبرداری ورکړی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې لویدیځ د بري په حال کې دی.

مايک پومپیو پرون د جرمني په مونیخ ښار کې د نړیوالې امنیتي غونډې په دویمه ورځ، له جوشه ډکه وینا وکړه او ادعايې وکړه چې لویدیځ د بري پر لور روان دی.

خو د هغه تر دې خبرو لږ وخت وروسته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې د لویدیځ د ضعف ټکي ورته معلومېږي.

مکرون وویل چې اروپايي ټولنه باید د راتلونکې لپاره داسې پیاوړې سټراټيژي ولري چې پر امریکا يې اتکا نه وي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

ایمانویل مکرون وویل: "د عمل له ازادۍ پرته په بهرني سیاست کې هېڅ ډول اعتبار نه شو لرلای، موږ نه شو کولای چې د تل لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو کشر شریک پاتې شو ځکه باید ومنو چې په ځيني مواردو کې اختلاف لرو، موږ د ایران په مسئله کې اختلاف لرو، موږ له مالي، اقتصادي او پوځي استقلال پرته د ځان مناسب بهرنی سیاست نه شو جوړولای."

پر ځیني نړیوالو مسئلو د امریکا د متحدو ایالاتو او یو شمېر اروپايي هېوادونو ترمنځ کړکېچ د سمندر د دواړو غاړو ترمنځ روابط متاثر کړي دي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ مکرراً د ناټو پر اروپايي غړو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په دې تړون کې خپله ونډه سمه نه ادا کوي.

د ناټو د غړو هېوادونو یو اساسي تعهد دا دی چې که پر یوه حمله وشي، پر ټولو به حمله ګڼل کېږي او ټول به یې دفاع ته وردانګي.

خو د امریکا ولسمشر په دې اړه له شکه ډک نظر څرګند کړی دی.

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر د جمعې په ورځ په مونیخ کې د نړیوالې امنیتي غونډې په پېل کې وویل چې روسیه، چین او دامریکا متحد ایالات په نړۍ کې د بې ثباتۍ اور ته لمن وهي.

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر
د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر

هغه خبرداری ورکړ چې دا درې هېوادونه د سترو قدرتونو په رقابت او د اټمي وسلو په سیالۍ کې د لوېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

خو د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل چې داسې بیانونه له حقیقته لرې دي، حکومت یې د اروپا د امنیت په برخه کې فعال او د ناټو تړون پیاوړی دی.

پومپیو وویل چې د ناټو تړون د له منځه تګ نظر له مبالغې ډک دی او لویدیځ د بري پر لور روان دی.

پومپیو وویل، ډیموکراسي او ازادي د بري په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG