د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

ننګرهار کې د فوټبال سیالۍ پای ته رسېدلي


ارشیف
ارشیف

د ناکامورا د خدمتونو د مننې په موخه په ننګرهار کې څلور اړخیز فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د افغانستان د المپیک کمېټې مطبوعاتو مسوول مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو وویل، د ډاکټر تتسو ناکامورا د قددانۍ د مننې په موخه په ننګرهار ولایت کې پيل شوی فوټبال ټورنمنټ د کوربه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د نوموړي په خبره، دغه ټورنمنټ چې د خوست، لغمان، کابل او ننګرهار لوبډلو ترمنځ پرون پيل شوی و، په پایلوبه کې نن ننګرهار او لغمان لوبډلې سره مخامخ شوې چې ننګرهار ۳ - ۱ په توپير سیاله لوبډله له مخې لرې کړه او د اتلولي جام یې خپل کړ.

دا ټورنمنټ د ننګرهار په جلال اباد لوبغالي کې ترسره شو.

XS
SM
MD
LG