د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

چین کې ۱۷۱۶ روغتیايي کارکونکي په کرونا ویروس اخته شوي


د چین د روغتیا ملي کمېسیون وویل چې تازه شمېر څرګندوي چې ۱۲۲ کسان نوي د کرونا وېروس له امله مړه شوي چې ۶ په کې روغتیايي کارکونکي دي.
د چین د روغتیا ملي کمېسیون وویل چې تازه شمېر څرګندوي چې ۱۲۲ کسان نوي د کرونا وېروس له امله مړه شوي چې ۶ په کې روغتیايي کارکونکي دي.

د چین حکومت پرون په کرونا ویروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون وویل چې تازه شمېر څرګندوي چې ۱۲۲ کسان نوي د کرونا وېروس له امله مړه شوي چې ۶ په کې روغتیايي کارکونکي دي.

له دې اعلان سره جوته شوه چې په چین کې په کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۱۳۸۱ ته لوړ شوی دی.

چینايي چارواکو وویل چې په هغه هېواد کې ۱۷۱۶ روغتیايي کارکونکي (ډاکتران او نرسان) په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په ټوله نړې کې په دې وژونکي وېروس د اخته کسانو شمېر ۶۴ زرو ته رسېدلی چې تقریباً ټول په چین کې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، له چینه بهر په دې وېروس د اخته کسانو شمېر په داسې ډراماتیک ډول نه دی لوړ شوی.

سره له دې چې کرونا وېروس په چین کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ویروس په شدت یا له دې امله د انساني تلفاتو په اندازه کې زیات بدلون نه دی راغلی.

کرونا ویروس له چینه بهر ۳۰ هېوادونو ته رسېدلی او تر ۵۰۰ زیات وګړي په دې ویروس اخته ګڼل شوي دي.
کرونا ویروس له چینه بهر ۳۰ هېوادونو ته رسېدلی او تر ۵۰۰ زیات وګړي په دې ویروس اخته ګڼل شوي دي.

د روغتیا په نړیوال سازمان کې د بېړنیو روغتیايي حالاتو د پروګرام مشر مایک راین د جمعې په ورځ وویل چې کرونا وېروس له دې امله په چټکۍ له چینه بهر نه دی وتلی چې په هوايي ډګرونوکې خلک معاینه کېږي.

خو جاپان پرون خبر ورکړ چې د کرونا ویروس له امله یو وګړی هلته مړ شوی دی.

دا له چینه بهر، په کرونا ویروس د مړینې دریمه پېښه ده.

تر جاپان مخکې، په فلپین او هانګ کانګ کې د کرونا ویروس له امله دوه وګړي مړه شوي دي.

کرونا ویروس له چینه بهر ۳۰ هېوادونو ته رسېدلی او تر ۵۰۰ زیات وګړي په دې ویروس اخته ګڼل شوي دي.

د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د چین د هوبای ولایت په مرکز ووهان ښار کې ثبت شوې وه.

د جنورۍ ۲۵مه په چین کې دنوي کال لومړی ورځ وه خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د نوي کال د لمانځلو عمومي مراسم لغوه شول.

د کرونا ویروس له امله د چین ډېر ښارونه لاهم قرنطین دي.

ډېرو نړیوالو هوايي شرکتونو چین ته پروازونه بند کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نړیوال اضطراري حالت اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG