د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

هرات کې د بوکسېنګ کیون کیک سیالۍ پای ته رسېدلي


ارشیف
ارشیف

په هرات ولایت کې د بوکسېنګ کیون کیک رزمي سیالۍ پای ته ورسېدلې.

د د ولایت د بدني روزنې ریاست فني او مسلکي مدیر ضیاالحق ضیا ازادي راډيو ته وویل، چې دغه سیالۍ چې د تېرې جمعې په ورځ پيل شوې وې، د هرات ولایت او ولسوالیو کلپونو شاه خوا ۸۰ ورزشکارانو په کې ګډون کړی و.

ښاغلی ضیا وايي، چې دغه سیالۍ په دریوو ګټګوریو د ځلمیکو، ځوانانو او لویانو تر منځ وې.

د نوموړي په خبره، د دغو سیالیو هدف د ورزشکارانو ترمنځ د کیون کیک، بوکسېنګ رزمي ورش ته وده ورکول وه.

ښاغلي ضيا دغه شان وايي، په سیالیو کې له سپن کمربند نیولې تر نارنجي کمربند لرونکو ورزشکارانو ګډون کړی و.

د سیالیو په پای کې غور روزشکارانو ته مډالون هم وویشل شول.

XS
SM
MD
LG