د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

د نشه يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسيون غونډه کړې


ارشیف
ارشیف

له نشه يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کميسيون تر دوه کلن ځنډ وروسته غونډه وکړه.

د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې قانون په ۱۳۹۳ هجري شمسي کال کې تعديل شو.

د دې تعديل په لړ کې له نشه يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمیسيون هم جوړ شو چې (۲۵) غړي لري. د دې کميسيون غړي وزارتونه او ریاستونه دي چې مشري يې ولسمشر او يا د هغه يو مرستيال کوي.

د قانون له مخې بايد دا کميسيون په کال کې یو ځل غونډه وکړي، خو د قانون خلاف دې کميسيون خپله لومړۍ غونډه دوه کاله وروسته وکړه.

د ولسمشر د وياند مرستيال لطيف محمود ازادۍ راډيو ته وويل د افغانستان دولت له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره واضح پروګرامونه لري، خو اوس د دې وخت رارسېدلی چې دا پروګرامونه عملي کړل شي.

هغه زیاته کړه: " موږ د دې ستونزې د حل لپاره عملي ستراتيژي، پلان، پروګرام او ميکانيزم لرو او کميسيون هم جوړ شو. افغان دولت له خپلو ستراتيژيکو ملګرو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی، موږ هڅه کوو چې د عامه پوهاوي، کوکنارو د کښت اړولو او بديلو کښتونو په برخو کې عملي کارونه وکړو."

د نشه يي موادو په برخه کې د قوانينو او ستراتيژيو تصويب او څارنه، د وزارتونو تر منځ د همږغۍ پياوړتيا، د نشه يي موادو د غوښتنې کمول، د معتادينو درمنله، د کوکنارو د کښت مخنيوی، د نشه يي موادو اړوند د راپورونو اورېدل او اجراآت کول، د دې کميسيون عمده مسئوليتونه دي.

تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار ادارې مشر جان سُپکو ويلي وه چې په افغانستان کې د نشه يي موادو پر ضد مبارزې په برخه کې د امريکايانو مرستې کمي شوي او ځينې پروګرامونه يې بيخي په ټپه درېدلي دي.

ولسمشر غني د کميسيون له غړو څخه غوښتي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د نړيوالې ټولنې همکاري او مرستې راجلب کړي.

د مشرانو جرګې غړی هاشم الکوزی وايي: "لکه څومره چې دا موضوع ډېره جدي او ضروري ده، خو ولسمشر د خپلو بوختياوو له امله نه شي کولای چې د دې کميسيون غونډې پر خپل وخت جوړې کړي، زه فکر کوم چې دا کار به له نشه يي موادو سره مبارزه نوره هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. "

هغه زیات کړه: " ضرور نه وه چې خپله ولسمشر دي د دې کميسيون مشري پر غاړه اخيستې وای، ځکه چې د ولسمشر مصروفيتونه ډېر دي، بايد د دې کميسيون مشري يې خپل يوه مرستيال، د کورنيو چارو وزير يا يوه بل وزير ته ورسپارلې وای، خو اوس د دې کميسيون مشر خپله ولسمشر دی او ولسمشر په سوله او سياسي کشمکش کې بوخت دی چې دا مصروفیتونه د کميسيون پر کارونو منفي اغېز کوي. زه فکر نه کوم چې ولسمشر دي تر راتلونکې يوې يا دوو مياشتو پورې د دې کميسيون د بلې غونډې رابللو لپاره وخت ولري، حال دا چې نشه يي مواد جدي مبارزې ته اړتيا لري."

په ۱۳۹۸ هجري شمسي کال کې د افغان نظامي ځواکونو له خوا د رسمي عملياتو نه اجرا کېدلو تر څنګ، افغان دولت او ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جرمونو پر ضد د مبارزې اداره تر اوسه پورې نه ده توانېدلې چې په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې د افغانستان د کوکنارو د کښت، توليد او قاچاقو د وضعيت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړي.-----------------

گزارش: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG