د پريپیات ښار پر جوړېدو ۵۰۰ کاله تېر شوي دي.
پريپیات د هغو انجنیرانو د کورنیو لپاره جوړ شوی و چې په چېرنوبېل کې يې کار کاوه، خو ۱۶ کاله وروسته په ۱۹۸۶ میلادي کال کې په چېرنوبېل کې چاودنه وشوه او د ښار د خالي کېدو امر وشو.
انجنیر السکي برېوس په هغه ورځ چې په چېرنوبېل کې اټمي چاودنه وشوه، هلته کار کاوه.
د هغه لپاره پریپیات داسې یو ښارګوټی و چې ودهیې کوله، خلکیې خوشحاله ول او ښه راتلونکې یې په نظر کې وه.
انجنیر برېوس ویل: "زه په ۱۹۸۲ میلادي کال کې له پوهنتون نه فارغ شوم، په مسکو کې د اټمي فزیک په څانګه کې مې زدهکړه وکړه. زه چې کله په اوله ورځ پريپیات ته راغلم، دا لوحه مې ولیده."
پريپیات ښارګوټي ته پر ورغلې لار، کیڼ لور ته یوه لویه لوحه لګېدلې او (۱۹۷۰) ورباندې لیکل شوي دي.
انجنیر برېوس چې کله پریپیات ته اول وار ورغی شاوخوا ونې، چمنونه او پارکونه جوړ شوي وو، سیمه سمسوره وه او په منځ کې یې د چېرنوبېل د انجنیرانو او کارګرانو کورونه، مارکېټ، د کوچنیانو ښوونځي او د ساعت تېري ځایونه ول.
الکسي برېوس وايي چې په پریپیات کې د ماشومانو د تفرېح لپاره یو لوی زنګ وهلی څرخ د چېرونبل په سمبول بدل شوی دی.
د ۱۹۶۸ میلادي کال د اپرېل په ۲۶مه نېټه انجنیرانو په چېرنوبېل کې لکه بله هره ورځ د کار وسایل کتل او ازمویل څو ډاډ ترلاسه کړي چې مصون دي، خو د دې کارخانې په څلورم بلاک کې لویه چاودنه وشوه.
برېوس وايي چې دی څو ساعته تر چاودنې وروسته، له خپل کاري مهالوېش سره سم کار ته ولاړ.
هغه زیاتوي: "زه د څلورم بلاک عملیاتي برخې ته ورغلم او زما همکار الکساندر اکمیوف مې ولید. د هغه رنګ ډېر الوتی و، کمزوری معلومېده، خو موږ کار پېل کړ. ما ډېر کوشش وکړ چې پر ریکټر باندې چې چاودنه شوې وه، اوبه راخلاصې کړم، خو ریکټر له کاره لوېدلی و. کله چې زه کور ته تلم او غوښتل مې چې کالي بدل کړم، متوجې شوم چې رنګ مې تور بخونی شوی دی. علتیې سختې اټمي وړانګې وې چې پر ما رالوېدلې وې."
په چېرنوبېل کې د چاودنې له امله یو شمېر انجنیران، کارګران او په شاوخوا کې استوګن خلک مړه شول.
د هغوی د مرګ دلیل د اټمي وړانګو شدت و.
برېوس ځان بختور ګڼي چې ژوندی پاتې شوی دی.
هغه پر ځان د چېرنوبېل د غمیزې له امله د رواني فشار د کمولو لپاره رسامي کوي او د هنرمندانو یوه ډلهیې پر ځان راټوله کړې ده.
د برېوس د هنري ډلې نوم سترانتیوم ۹۲ دی.
هغه لکه د پریپیات ښارګوټي د سلګونه نورو اوسېدونکو په څېر ډېر کلونه مخکې کډه شوی او اوس په کیف کې اوسېږي.
پریپیات ښارګوټی خلکو پرېښی دی، ودانۍ یې تشې، کورونه تقریباً په وحشي بوټو او ونو کې پټ شوي دي. په چېرنوبېل کې تر چاودنې وروسته، تر ډېرو کلونو هلته واښه نهټوکېدل، په شاوخوا سیمو کې حتی ماشومان له فزیکي ستونزو سره پېدا کېدل او خلک لاهم پریپیات ته له مکرر تګ څخه ډډه کوي.
خو الکسي برېوس او ملګري یې وخت نا وخت پریپيات ته ورځي.
هغوی په پریپیات کې پر ودانیو چې اوس له خلکو تشې شوې دي، د چیرنوبېل د خاطراتو رنګي رسامي کوي.