د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د امریکا سنا ټرمپ ته برائت ورکړ


د امریکا سنا جرگه
د امریکا سنا جرگه

د امریکا په سنا کې برلاسه جمهوري غوښتونکو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته پرون د استیضاح په محاکمه کې له دواړو تورونو څخه برائت ورکړ.

یوازې یوه جمهوري غوښتونکي سناتور یې د محاکمې په پلوي رایه ورکړه.

له واک څخه د ناوړه استفادې په برخه کې ۵۲ سناتورانو ولسمشر ته له لګول شوي تور څخه برائت ورکړ او ۴۸ نوموړی مجرم وپېژاند.

په دوهم مورد کې چې پر ټرمپ تور لګول شوی چې د کانګرس د تحقیقاتو په وړاندې یې خنډ جوړ کړی دی، ۵۳ سناتورانو د استیضاح په مخالفت رایه ورکړه او ۴۷ موافقه رایه وکاروله.

جمهوري غوښتونکی سناتور میت رامني
جمهوري غوښتونکی سناتور میت رامني

جمهوري غوښتونکي سناتور میت رامني چې د ولسمشر د مجرم پېژندلو لپاره‌یې رایه ورکړې، وویل: "زه دا منم چې زما رایه به ولسمشر له قدرته لیرې نه‌کړي. د سنا د محاکمې دغه نتیجه به په حقیقت کې لوړې محکمې ته وړاندې شي، د امریکایانو قضاوت ته. هماغسې چې د ولسمشر مدافع وکیلانو پرې ټینګار کړی دا چې ټرمپ کولای شي په قدرت کې پاتې شي یا نه په دې اړه سناتوران نه، بلکې رأی ورکوونکي پرېکړه کوي، رأی ورکوونکي به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي."

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات چې بیا هم ټرمپ ورته کاندید دی، د روان میلادي کال په وروستیو کې ترسره کېږي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې نن په سنا کې دغه د استیضاح شرموونکې هڅه چې د ډیموکراتانو له‌خوا مخ ته وړل شوې وه د ولسمشر ډونالد ټرمپ په اړه د بشپړ عدالت او برائت په تأمیندو سره پای ته ورسېده.

ولسمشر ټرمپ هم په یوه ټويټ کې ویلي چې دی به نن د امریکا په سیمه‌ییز وخت د غرمې په ۱۲ بجو د خپل هېواد د بریا په اړه خلکو ته وینا واوري.

د ټرمپ د استیضاح لپاره د سنا له درېیو د دوو برخو موافقه ضروري وه او دې لږ امکان درلود ځکه چې د سنا له سلو څوکیو ۵۳ د جمهوري غوښتونکو دي.

په سنا کې د ډیموکراتانو مشر چک شومر ټرمپ ته له تورونو برائت ورکول بې‌معنی او د محاکمې نتیجه‌یې غیر عادلانه وبلله.

په سنا کې د ډیموکراتانو مشر چک شومر
په سنا کې د ډیموکراتانو مشر چک شومر

هغه وویل، په دې کې شک نه‌شته چې ولسمشر به پر دې وویاړي چې دی له تورونو پاک شوی، خو موږ ښه پوهېږو. موږ پوهېږو چې دا هغه څه ته چې یوه محاکمه تعریفوي، هېڅ ورته نه‌وه.

د استازو جرګې ډیموکراتو غړو نږدې دوه میاشتې وړاندې د ډونالد ټرمپ د استیضاح بهیر پیل کړی او وروسته‌یې هغه د محاکمې لپاره سنا ته وړاندې کړ.

ټرمپ تورن شوی چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي څخه غوښتي چې د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن او د هغه د زوی په اړه پلټنه وکړي. جوبایډن په راتلونکو انتخاباتو کې د ښاغلي ټرمپ یو احتمالي سیال بلل کېږي.

په راتلونکو انتخاباتو کې د ډونالد ټرمپ سیال جوبایډن
په راتلونکو انتخاباتو کې د ډونالد ټرمپ سیال جوبایډن

ډیموکراتانو دغه‌راز نوموړی تورن کړی چې په دې برخه کې د کانګرس د څېړنې په وړاندې یې خنډونه ایجاد کړي دي.

ټرمپ ویلي چې هېڅ غلط کار یې نه‌دی کړی او د استیضاح بهیر یې شرموونکی بللی و.

د امریکا په تاریخ کې دا درېیم ځل دی چې د استازو جرګه د ولسمشر له استیضاح سره موافقه کوي او موضوع سنا ته راجع کېږي.

په درې سره مواردو کې ولسمشر په سنا کې برائت ترلاسه کړی.

XS
SM
MD
LG