د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

ټرمپ: نه‌غواړم افغانستان کې لکونه کسان ووژنم چې اکثر یې بې‌ګناه دي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ کانګرس ته د کلنۍ وینا پر مهال.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ کانګرس ته د کلنۍ وینا پر مهال.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې غواړي په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه ختمه کړي.

ټرمپ دا خبره نن کانګرس ته په کلنۍ وینا کې وکړه.

هغه زیاته کړه چې نه‌غواړي په افغانستان کې لکونه خلک ووژني چې اکثر یې بې‌ګناه دي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "لکه څنګه چې موږ د امریکایانو د ژوند دفاع کوو موږ په منځني ختیځ کې د امریکا د جګړو د ختمولو لپاره کار کوو. په افغانستان کې زموږ د عسکرو ارادې او مېړانې زموږ لپاره د دې زمینه برابره کړې چې ډېر ښه پرمختګ وکړو او اوس د سولې خبرې روانې دي. زه نه‌غواړم چې په افغانستان کې لکونه خلک ووژنم چې اکثر یې بې‌ګناه دي. زموږ دنده دا هم نه‌ده چې نورو ملتونو ته د قانون د اعمال د منسوبینو یا پولیسو په توګه کار وکړو. دا جنګیالي چې موږ یې لرو په نړۍ کې تر ټولو غوره دي. دوی یا جګړه کوي چې ویې‌ګټي یا یې هېڅ نه‌کوي. موږ کار کوو چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړو او خپل عسکر بېرته کورونو ته راستانه کړو."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په اړه په خپله شااوخوا یو ساعته وینا کې زیاتې خبرې ونه‌کړې او د سولې پروسې د پرمختګ جزئیات‌یې هم ورنه‌کړل.

کانګرس ته د ولسمشر ټرمپ د وینا پر مهال د امریکايي عسکرو کورنۍ وستایل شوې.

ټرمپ د تاونزن ویلیمسون په نوم د یوه امریکايي افسر مېرمن ايمي ویلیمسون هغه وخت د دې وینا پر مهال متعجبه کړه چې تاونزن د افغانستان له مأموریت تر اووه میاشتو وروسته امریکا ته ستون شوی او راساً د ټرمپ کلنۍ وینا ته وربلل شوی و.

تاونزن اووه میاشتې خپله مېرمن او بچیان نه‌و لیدلي.

امریکا له څه باندې ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې پاتې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د بګرام په هوايي ډګر کې امریکايي پوځیانو ته د وینا پر مهال.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د بګرام په هوايي ډګر کې امریکايي پوځیانو ته د وینا پر مهال.

متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د القاعده د رژیم د ځپلو او د طالبانو د پرځولو په هدف د نړیوال ائتلاف په مشرۍ په افغانستان بریدونه وکړل او مرسته‌یې وکړه چې موقت حکومت رامنځته او ملاتړ یې وکړي.

امریکا او نړیواله ټولنه چې د ناټو په چوکاټ کې یې عسکر استولي و عملاً تر ۲۰۱۴ کاله له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بوخته وه او تر هغه راوروسته‌یې د زیات شمېر عسکرو په ایستلو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ملاتړ، روزنې او مشورې مأموریت پيل کړ.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په کلنۍ وینا کې د افغانستان تر یادولو مخکې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا په هوډ ټينګار وکړ او ویې‌ویل چې که ترهګر هر چېرته د امریکا اتباع ګواښي امریکا به‌یې له‌منځه یوسي.

ټرمپ د بېلګې په توګه د قاسم سلیماني یادونه وکړه.

د قاسم سلیماني مړی
د قاسم سلیماني مړی

هغه وویل سلیماني چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې قوماندان و په عراق کې د څه باندې زر تنو امریکایي عسکرو د وژلو او ټپي کولو مسؤل و او امریکا له‌منځه وېوړ.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ختمېدو په اړه هم ولسمشر ډونالد ټرمپ یادونه وکړه.

هغه وویل امریکايي ځواکونو د انسانانو د وینو تږی د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي وواژه او د هغه خلافت‌یې ورټول کړ.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک‌کنزي د داعش مخکېني مشر ابوبکر البغدادي د وژل کېدو د عملیاتو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک‌کنزي د داعش مخکېني مشر ابوبکر البغدادي د وژل کېدو د عملیاتو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ کلنۍ وینا شاوخوا یو ساعت دوام وکړ.

دا وینا د امریکا په کورنیو لاسته راوړنو، ښې اقتصادي وضعې، د نویو دندو په رامنځته کېدو، پوځي وړتیاوو او په پای کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او یوه لنډه برخه هم د افغانستان په جګړې متمرکزه وه.

XS
SM
MD
LG