د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

ویسا: سوله د ټولو په خیر او جګړه د ټولو بربادي ده


ځینې کاب چاپ ورڅپاڼې
ځینې کاب چاپ ورڅپاڼې
  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې سوله د ټولو په خیر او جګړه د ټولو بربادي ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي که افغان سیاستوال او طالبان د شریک لوی کور د برخلیک په باب فکر کوي، نو باید د سولې رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه‌کړي.

د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي دوی باید په خپلو کې د باور او اعتماد د ټینګښت لپاره پر مخ ګامونه واخلي شاته تګ یوازې یوه پایله لري چې د جګړو او د بدمرغیو دوام ده.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د تاوتریخوالي راکمول که اوربند.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره اوربند د مخکېني شرط په توګه وړاندې کړی، خو طالبانو دا شرط او وړاندیز تل رد کړی.

د سرمقاله لیکونکي د معلوماتو له مخې طالبانو منلې چې تاوتریخوالی به راکموي، تعریف‌یې دا دی چې په لویو ښارونو او عامه ځایونو کې به حملې نه‌کوي دواړه خواوې به تر خپل کنټرول لاندې ساحو کې وي د یو بل په قلمرو کې به مداخله نه‌کوي.

د لیکوال په باور اوربند او د تاوتریخوالي کموالی دواړه په یوې معنی ده، نو باید نومونه (اوربند، تاوتریخوالی کموالی) د سولې د خبرو خنډ ونه‌ګرځي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې ټینګار کړی چې ټول باید د نظام د ساتنې لپاره هلې ځلې وکړي.

په سرمقاله کې راغلي، اوس چې امریکا او طالبان په خپلو کې هوکړې ته نږدې شوي له افغان سیاستوالو سره په ملاقاتونو کې د زلمي خلیل‌زاد ټینګار دا دی چې د سولې لپاره افغان لوری باید ژر پلاوی وټاکي.

لیکوال وړاندیز کوي، حکومت باید یوازې د پلاوي په ټاکلو ټینګار ونه‌کړي، بلکې سیاستوال، مدني فعالان هم په دغه پلاوي کې ورګډ کړای شي څو د سولې په خبرو کې له جمهوري نظام ننګه وکړي.

  • هېواد

بل‌خوا د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د سولې لپاره هم مرکچي پلاوي شته او هم پیاوړې اراده.

وړاندې په سرمقاله کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له قوله ویل شوي، پلاوی داسې ټاکل شوی چې د ښځو په ګډون د ټولو اقشارو استازي په‌کې شامل دي.

په سرمقاله کې راغلي دا پلاوی ځکه تر اوسه نه‌دی افشا شوی چې طالبانو لا نه‌ده په ډاګه کړې چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني کنه.

XS
SM
MD
LG