د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلنو لږ عمره کرکټ لوبډلې لوبه کوي


د افغانستان تر ۱۹ کلنو لږ عمره کرکټ لوبډله
د افغانستان تر ۱۹ کلنو لږ عمره کرکټ لوبډله

د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلنو لږ عمره کرکټ ټيمونه سبا په نړیوال جام کې سره مخامخېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې دا لوبه د کابل په وخت د غرمې ۱۲ نیمې بجې پیلېږي.

ښاغلی هوتک وايي: "د افغانستان تر ۱۹ کلونو لږ عمره لوبډله دې لوبو ته ښه چمتووالی لري، موږ هیله‎من یوو او باور لرو چې د افغانستان دا لوبډله به په دې مسابقه کې ښه نتیجه ترلاسه کړي."

ښاغلي هوتک زیاته کړه چې دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره مهمه ده ځکه چې ګټونکی ټیم تر ۱۹ کلونو د لږ عمره نړیوال جام سیمي فاینل یا نیمه پای‎لوبې ته رسېږي.افغان لوبډلې په دې جام کې کوربه هېواد جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG