د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

د غور معترضین: د ارګ پلاوی زموږ د غوښتنو د پوره کولو بشپړ واک نه‌لري


غور کې د ولایت مخکې د معترضینو اعتراض
غور کې د ولایت مخکې د معترضینو اعتراض

په غور ولایت کې یو شمېر معترضین وايي، هغه پلاوی چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له‌خوا د دوی غوښتنو ته د رسېدنې لپاره ټاکل شوی، د دوی د غوښتنو د پوره کولو لپاره بشپړ واک نه‌لري.

څو میاشتې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه وکړه چې د مرکزي ولایتونو اړوند سیمې به سره وصل کړي.

ولسمشر د دې ژمنې پر مهال وویل، د کابل-هرات لویه لار به د غور له لارې جوړه شي څو د دې سیمې طبیعي بندښت پای ته ورسېږي.

اوس د دې ژمنو نه‌عملي کېدل د دې لامل شوي چې د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي اعتراض وکړي او د تحصن خیمې ودروي.

غور کې د والي د دفتر مخې ته د معترضینو درول شوې خیمه
غور کې د والي د دفتر مخې ته د معترضینو درول شوې خیمه

غور کې د اعتراضونو په دوام ولسمشرۍ ماڼۍ د سې شنبې په ماښام یو پلاوی وټاکه څو د معترضینو د ستونزو د حل او د دوی غوښتنو ته د رسېدنې په هدف هغه ولایت ته ولاړ شي، خو معترضین وايي له دې پلاوي سره نه‌ګوري.

په غور کې د معترضینو استازی وزیر نوراني وايي: "زموږ غوښتنې روښانه دي، له هغه پلاوي سره به چې غور ته راځي، هوکړې ته ونه‌رسېږو، تر کومه چې عملي ګامونه پورته نه‌شي او د مرکزي لویې لارې او د غور د برښنا بند کارونو په برخه کې پرمختګ ونه‌لیدل شي، د معترضینو شمېر به ډېر شي او دا ځل به د دې پلاوي پر ژمنو باور ونه‌کړو."

معترضینو چې د "حرکت او روښنايي لار" په نوم لاندې یې د تحصن خیمه هم درولې، ازادي راډیو ته یو لړ اسناد سپارلي چې ښيي، تېر کال هم د ولسمشرۍ ماڼۍ له‌خوا غور ته تللي پلاوي په لیکلي بڼه د دوی د غوښتنو د پوره کولو ژمنه ورکړې، خو معترضین وايي، دا ژمنه تر اوسه هم د کاغذ پر مخ پاتې ده.

هغه پلاوی چې دا ځل د ولسمشرۍ ماڼۍ له‌خوا ټاکل شوی، په‌کې د سیمه‌ییزو ارګانونو، د اوبو او برښنا وزارت، ټرانسپورت وزارت، کلیو او پراختیا وزارت، مالیې وزارت، برښنا شرکت، د سیمه‌ییزو ارګانونو استازي او د ولسمشر دوه سلاکاران شامل دي.

خو معترضین وايي، که دا پلاوی د دوی غوښتنو ته د رسېدنې لپاره ځواب ونه‌لري، د غور ولایت د دولتي ادارو دروازې به همداسې بندې وي.

یو معترض عبدالحی تابش وايي: "زموږ مدني اعتراض دوام لري، هر کله چې مو غوښتنې ومنل شي، هوکړه به وکړو. "

بل معترض عبدالرحماني‌زاده وايي: "زموږ غوښتنې مشخصې دي، برښنا او د لویې لارې جوړېدل، که‌یې څه خبرو ته ولرل سمه ده، که نه زموږ اعتراض به دوام ولري."

اته ورځې کېږي چې په غور ولایت کې دا اعتراض دوام لري، د دولتي ادارو دروازې تړل شوي او کارکوونکو ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې دفترونو ته ولاړ شي.

معترضینو دولتي ادارې بندې کړي او کارکوونکو ته د کار اجازه نه‌ورکوي.
معترضینو دولتي ادارې بندې کړي او کارکوونکو ته د کار اجازه نه‌ورکوي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د غور د اوسېدونکو غوښتنو ته څه ځواب لري؟

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال وویل: "هغه پلاوی چې ولسمشر ټاکلی، تر راتلونکو دوه ورځو به غور ته سفر وکړي او د معترضینو د مشروع غوښتنو لپاره به روښانه وړاندیزونه وړاندې کړي."

معترضین وايي، د سږ کال په ملي بودجه کې د غور لویې لارې او د دې ولایت د برښنا بند جوړېدو لپاره پیسې نه‌دي ځانګړې شوي، نو اوس باید حکومت د دې پروژو لپاره ځانګړی کوډ جلا کړي.

XS
SM
MD
LG