د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

د سرور دانش د تصویر له شالیده د دوستم د انځور په لیرې کولو غبرګون


په عکس کې لاسوهنه شوې
په عکس کې لاسوهنه شوې

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال دفتر وايي، هغه کسان چې د یو ډله‌ییز انځور له شالید څخه د ښاغلي دوستم انځور حذف کړی باید عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوهم معاونیت د مطبوعاتو د دفتر له لوري د یو ډله‌ییز انځور له شالیده د دې ماڼۍ د لومړي مرستیال د چوکاټ شوي تصویر لیرې کول، غبرګونونه په ځانګړې توګه په ټولنیزو رسنیو کې راوپارول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي معاونیت دفتر وايي چې په اوسني حساس وضعیت کې دا شان اقدام کولای شي، د ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ ستونزې رامنځته کړي.

له لاسوهنې مخکې عکس
له لاسوهنې مخکې عکس

د لومړي معاونیت د دفتر ویاند احسان نیرو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۰۹» ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ټینګار دا دی هغه کسانو چې په اشتباه او یا قصدي ډول‌یې دا کار کړی، ژر دې عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي څو په راتلونکي کې د دې ډول خطا او اشتباه مرتکب نه‌شي، تمه لرو، په دې اړه د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم معاونیت اجراأت وکړي."

د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم معاونیت وروسته له هغې چې په یاد تصویر کې په لاس‌وهنې نیوکې وشوې، په خپل فېس‌بوک پاڼه د اصلي عکس له خپرولو سره په خوا کې بخښنه وغوښته.

د دوهم مرستیال سرور دانش مطبوعاي سلاکار محمد هدایت وايي چې د یاد ډلهییز انځور له شالیده د ښاغلي دوستم انځور لیرې کول قصدي او عمدي نه‌و.

نوموړی زیاتوي: "دا په هېڅ وجه یو قصدي کار نه‌و، بلکې زموږ د فني څانګې د کارکوونکو یوه اشتباه وه، زموږ د دفتر رئیس دغه موضوع څېړي، په دې برخه کې هېڅ قصدي اقدام نه‌و، هر څوک او یا هر کارکوونکی اشتباه کوي، په دې اړه بخښنه غوښتل شوې ده."

د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم معاونیت د دوشنبې په ورځ "د بیان ازادي د نړیوال ائتلاف" د هوکړې تر لاسلیک وروسته چې د لومړي مرستیال له‌خوا لاسلیک شوه او په کابل کې د کاناډا او بریتانیا سفیرانو هم حضور درلود یو ډله‌ییز انځور خپور کړ.

دغه انځور چې په صدارت ماڼۍ کې اخیستل شوی، د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ځړېدلی انځور یې له شالیده حذف شوی و، خو یوه ورځ وروسته د بریتانیا سفارت له لوري ورته انځور خپور شو چې د په شالید کې یې د ښاغلي دوستم انځور لیدل کېږي.

په افغانستان کې د ډله‌ییزو او رسمي ناستو په انځورونو کې لاسوهنه څه نوې خبره نه‌ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ رسنیز دفتر هم د ۲۰۱۷ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې په بګرام هوايي اډه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر رکس ټېلرسن سره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ناستې په انځور کې هم لاسوهنه شوې وه.

په بګرام کې د ولسمشر غني او رکس ټېلرسن لیدنه
په بګرام کې د ولسمشر غني او رکس ټېلرسن لیدنه

خو لږ وخت نه‌و وتلی چې په کابل کې د امریکا سفارت د همدې ناستې انځور خپور کړ چې دغې افشاګرۍ نیوکې او غبرګونونه هم له ځانه سره درلودل.

په هغه عکس کې هڅه شوې وه، داسې وښودل شي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې لپاره بګرام هوايي اډې ته نه‌و تللي او د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې هم د لیدنې د ځای په اړه څه نه‌و ویل شوي.

XS
SM
MD
LG