د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۵

د افغانستان د ښځینه فوټسال لوبډلې له ازبکستان ماتې خوړلې

د افغانستان د فوټسال د ښځو ۱۹ کلنې لوبډله
د افغانستان د فوټسال د ښځو ۱۹ کلنې لوبډله

د افغانستان د ښځینه فوټسال ۱۹ کلنو لوبډلې د منځنۍ اسیا د فوټسال د ۱۹ کلنو ښځینه لوبډلو په سیالیو کې، خپله درېیمه لوبه هم ازبکستان ته وبایله.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل، افغانستان دغه لوبه ۳ د صفر په وړاندې وبایلله.

افغانستان تر دې وړاندې له ایران او قرغزستان څخه هم ماتې خوړلي.

افغان لوبډله سبا خپله څلورمه لوبه له تاجکستان سره کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG